د امریکا او داعش دښمني څومره رښتینې ده؟/ خالد روان

په افغانستان کې د داعش له شتون سره له لومړي سره مخالف وم او یم. داعش نه اسلامي ــ افغاني مفکوره ده او نه یې کړنې زموږ له ارزښتونو او کلتور سره سمې دي؛ بلکې هر څه یې وحشیانه او پروژه‌يي دي. د داعش د پروژې تر ټولو ډېر معلومات د ننگرهار ځايي خلکو ته کېږي. د شینوارو، کوټ، بټي کوټ، چپرهار، پچیراگام، هسکه مېنې او تېر کال په خوږیاڼیو کې د داعش او طالبانو د جگړې پر مهال حکومت په‌خپله د داعش له تور نقابه پرده پورته کړه او د خلکو شک په یقین هغه وخت بدل شو، چې حکومت هلته مداخله وکړه، چې کله طالبانو داعشیان د وزیرو د تنگي په سیمه کې رایسار کړي وو؛ خو حکومتي عسکرو پر طالبانو برید وکړ او داعشیان یې تراوسه په دغه سیمه کې مېشت کړي دي.

امریکايي او افغان عسکرو د پچیراگام، د سورډاگ، نرۍ اوبو، د زاوې، ادوړ او د طالبانو نور هغه خطونه بمبار کړل، چې د داعش د پرمختگ مخه یې نیوله. دوې ورځې وړاندې د زاوې پر خط چاپه وه، چې د نورو ملکیانو ترڅنگ په‌کې ۱۱ طالبان شهیدان شول او ځینې نور ټپیان شوي دي.

د زاوې د طالبانو خط له تېر کال راهیسې پروت و، چې خوږیاڼیو او نورو سیمو ته یې د داعش د مخته تگ مخه نیوله؛ خو لکه د نورو سیمو دغه خط هم بمبار شو او اوس به بیا د داعشیانو د پرمختگ مخه پرانیستې وي او کېدای شي حکومت او امریکا په خوږیاڼیو کې هغه سیمې هم د طالبانو له ولکې د داعشیانو پر مټ ازادې کړي، چې اوس‌مهال د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

افغان حکومت او امریکا له دې وړاندې دغه ډول ډرامې د ننګرهار په نورو سیمو کې هم کړې وي، چې چپرهار ولسوالي یې ښه بېلگه ده.

د افغان حکومت او طالبانو اوربند د پیل کېدو نه مخکې د امریکايي ځواکونو قومندان ویلي وو، چې په دغه موده کې به داعشیان وځپي او دا یې د دوی د ځپلو له‌پاره ښه موکه گڼلې وه. خو د ننگرهار په هغو سیمو چې چاپې او بمباري روانې دي، ټولې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او د امریکا سترگې د داعش پر وړاندې ړندې دي.

تېر کال ژمي کې هم امریکا او حکومت د خوږیاڼیو سیمه پر داعش ښه ځپله؛ خو د طالبانو مقاومت سره ـ سره بیا هم د دغې ولسوالۍ زرگونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوې، چې تر اوسه هم ځینې کورنۍ خپلو سیمو ته گرځېدلي نه دي.

د حکومت، امریکا او داعش دښمني یوازې په رسنیو کې ده، گنې مشران یې هم ورځ د ننگرهار په هوايي ډگر کې راټولېږي او پر نویو پلانونو خبرې کوي. د مشرانو جرگې رییس فضل الهادي مسلمیار یې هم په ننگرهار او هم یې په کابل کې مهمو ځایونو ته بیايي او هغه سیمې ورته په گوته کوي، چې مسلمیار ته ترې گټه نه رسېږي.

داعشیان یوازې تش په نامه د خلافت مدعیان دي او په عمل کې هغه کارونه کوي، چې نه اسلام اجازه ورکوي او نه له دې وړاندې د اسلامي خلافت مجاهدینو داسې کارونه کړي وو. داعش په تېرو څلورو کلونو کې په عراق کې نیول شوې سیمې هم بېرته پرېښودې او له سوریې هم په شا شول، نو دوی به دومره لوی افغانستان کې به څنگه خلافت ټینگ کړي، چې طالبان یې په اکثرو سیمو واکمنان وي؟

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close