د امریکا او غلامانو یې، ټولې په کار اچول شوې دسیسې شنډې شوې

حمزه حسیني

امریکا او متحدینو یې یوه نیمه لسیزه وړاندې، په ډېر کبر او غرور پر مظلوم افغانستان تجاوز وکړ، کورونه، مدرسې، جوماتونه او داسې نور عام المنفعه تاسیسات یې ویجاړ او ستر فرعونیت یې ایجاد کړ.

ښه مې یاد شي، کله چې امریکا پر ګران افغانستان یرغل وکړ په هغه وخت کې مې د هجرت په دیار پاکستان کې مکتب ویلې؛ خلکو به د امریکا د نویو ټیکنالوجیو، اسلحو او پوځي ځواکونو حیرانونکې کیسې کولې حتي بعضو به ویل، امریکا سره داسې آلات شته چې له ځمکې څو اینچه لاندې شیان مالومولی شي.

خو د وخت په تېرېدو سره کرار، کرار دغو کیسو د تشو تبلیغاتو رنګ اخیست، ورځ تر بلې به طالب شازلمیانو د هیواد په ګوټ ګوټ کې د بهرنیو او داخلي مزدورانو کتارونه تر کمین لاندې را وستلي وو، ریموټ کنټرول وغیره ماینونو به یې د امریکا پر مخ تللې او پر ټیکنالوجي سمبال وسلې واسکټ واسکټ کړې او هغه د مالوماتي آلاتو خبره خو دومره وشرمېده، چې فدایي ښازلمي به په رڼا ورځ د دښمن په مخامخ خپل هدف ته ورسېدل او هلته به یې له څو ساعته جګړې وروسته دښمن ته زیات تلفات واړول، داسې هم وشول چې جګړه دې ختمه شوي وي او ژوندي فدایي ملګري دې د معرکې له ډګره ژوندي را وتلي وي خو په نوې ټیکنالوجي اراسته مالوماتي آلات، استخباراتي ارګانونه او نظامي ځواکونه دې ورباندې ړانده شوي وي.

امریکا او متحدینو یې چې کله دا زورور ګوزارونه ولیدل؛ رنګا رنګه دسیسې یې جوړې کړې او په تشو نومونو یې څو قسمه غلام وصفه پوځونه لکه ملي اردو، ملي پولیس، محلي پولیس/اربکیان، سپېشل پورس او وغیره  جوړ او د طالبانو پر خلاف یې وازمویل خو لله الحمد په ټولو دسیسو کې پاتې راغلل او اوس له یو ستر شرمنده برخلیک سره مخ دي.

خو دا دی اوس یې د داعش په نوم وروستۍ دسیسه هم شنډه شوه او د دوی منحوسې څېرې پکې بربنډې شوې، چې دا کسان چا او د څه لپاره په کار اچولي وو او چا یې تمویل او تجهیز کاوو.

اوس امریکایي چاپ ورځپاڼو هم منلې، چې جوزجان کې د داعش بېخ وېستنه د طالبانو لپاره ستر بری دی؛ ځکه جوزجان کې محاصره   شوي جنایتکاران (داعشیان) د امریکایي یا افغان هلیکوپترو په توسط وایستل شول چې ټولې نړۍ ته یې حقیقت بربنډ شو.

ګرانو هیوادوالو! تاسې باید پوه شئ چې غربي ځواکونه، غربي تهذیب او غربي مفکوره د افغانستان، مسلمانانو او په مجموع کې د ټولو اسلامي هیوادونو خلاف دي؛ باید په وړاندې یې په یو اتفاق ودرېږو او نور پرېنږدو چې د افغانستان په هکله دې څوک منفي رول ولوبوي، دا زمونږ او ستاسو ټاټوبی دی او جوړول یې پر مونږ او تاسو لازم دي پردي (بېګانه) یې نه جوړوي بلکې هغوی خپل مفاد پکې لټوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close