”د امریکا او پاکستان آینده روابط د افغانستان پر موضوع راڅرخي“

واحد فقیري

ورځني سیاسي‌ نوټونه (۲۲۳)

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت اطلاعیه:

د امریکا د خارجه وزارت یوه اطلاعیه وايي چي د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد به د اکټوبر له ۴ څخه بیا ۱۴ پوري د یوه عالي رتبه ګډ هیات په مشرۍ افغانستان، پاکستان، متحده امارات، قطر، او سعودي عربستان ته سفرونه وکړي.

د خلیلزاد ماموریت دا دئ چي طالبان د مذاکراتو مېز ته راکش کړي،‌او پدې برخه کي د متحده ایالاتو کوښښونه منظم کاندي. هغه به دا هڅي د افغان د حکومت او نورو ښکېلو اړخونو سره په همکاري وکړي، څو داسي لاري چاري کشف کړي چي د افغان کشالې ته یو دپلوماتیک حل پیدا کاندي.

له هغه وخت راهیسي چي خلیلزاد د خاص استازي په صفت رسما مقرره سوی دئ، دا به سیمي ته د هغه لومړی رسمي سفر وي.

واشنګټن ټایمز: د امریکا او پاکستان آینده روابط د افغانستان پر موضوع باندي راڅرخي

واشنګتن ټایمز د اکټوبر پر ۳ لیکي د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي په واشنګټن کي وویل چي د پاکستان او امریکا د اړیکو مستقبل په افغانستان کي د حالاتو پر ښه کېدو پوري تړاو لري. ښاغلی قریشي وايي چي په واشنګټن کي ئې د امریکايي چارواکو سره ملاقاتونه مثبت ول، خو شرایط سخت دي، او فکرونه په یوه ورځ کي نه بدلېږي.‌

قریشي وايي، «موږ باید په افغانستان کي د مشکلاتو په خاطر ملامت نه سو.» هغه وايي پاکستان به خپل ټول کوښښ وکړي چي اعتدالي طالبان د مذاکراتو مېز ته تشویق کړي.

د المان ږغ: پارلماني انتخابات له سترو چلنجونو سره مخامخ دي

المان ږغ لیکي د افغانستان پارلمان ۲۵۰ چوکۍ لري، او مدت ئې پنځه کلن وي. لږ تر لږه ۶۸ چوکۍ د مېرمنو لپاره ریزرف سوي وي، ۱۰ چوکۍ د کوچیانو لپاره، یوه د هندواڼو لپاره، او یوه هم د سیکانو لپاره.

پارلماني انتخابات د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره حیاتي بلل کېږي. خو امنیت تر ټولو ستر چیلنج دئ. په ملک کي قریب ۵۰۰۰ د رایو مرکزونه دي، او د بې امنۍ په خاطر به ۲۰۰۰ مرکزونه تړلي وي.‌

د انتخاباتو کمیسیون په ټول غزني کي انتخابات لغوه کړي دي. بلخوا، په ملک کي سیاسي جنجالونه روان دي، او فقط څو ورځي مخکي اعتراض کونکو په کندهار، هرات، بلخ، او نورو ولایاتونو کي د کمیسیون څو دفترونه بند کړي ول.‌

______

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close