د امریکا خلک له سختو توفاني واورو وروسته د واورو پر پاکولو اخته دي

کابل ټکی کام ۰۵سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېره جمعه او شنبه د امریکا په ختیځو ایالتونو کې توفاني واوره وورېده چې اندازه یې یو نیم متر ښودل شوې ده، او له کبله یې لږ تر لږه ۱۷تنه مړه شول.
د دې طوفاني واورې له کبله په واشنګټن ډي سي کې د یکشنبې په ورځ د کارو بار د ټپه درېدو ترڅنګ دواړه هوايي ډګرونه او د نیویارک ښار هم تړل شوی وو، او د دغه ښار د شاوخوا سیمو ښوونځي نن درېیمه ده چې تړل شوي دي.
نن په امریکا کې خلک له جورجیا ایالت نیولې تر نیویارک ښاره پورې د واروې پر پاکولو اخته دي.
نیویارک ښار کې ۶۴سانتي متره واروه ورېدلې ده.
د هوا پېژندنې کارپوهانو د واشنګټن سږنۍ واورین توفان د دغه ښار په تاریخ کې د پنځو لویو توفانونو له جملې حساب کړ.
ښایي د وارو پاکول به څو ورځې ونیسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close