د امریکا دفاع وزارت: د کندز د بې پولو ډاکټرانو پر روغتون د برید په تور ۱۲ امریکایي پوځیانو ته سزا ور کړی شوه

کابل ټکی کام ۲۷کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د تېر کال ۲۰۱۵م د اکتوبر میاشتې پر ۲مه نېټه ماسختن مهال امریکایي ځواکونو د افغان ځواکونو په ملتیا ډرون برید وکړ، چې له کبله یې شاوخوا ۲۰۰ ملکي وګړي، د روغتون کارمندانان او پایوازان وژل شوي وو.
له بمبارد وروسته د بې پولو ډاکټرانو د روغتون مشر غوښتنه وکړه، چې تر څو د دغې بمبارۍ فاعلینو ته سزا ور کړي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پخواني قومندان جنرال کمبپل یاد برید یوه تېروتنه وبلله.
امریکایي پوځيانو وویل، چې دغه برید یې د افغان ځواکونو په غوښتنه کړی دی.
دا مهال د امریکا دفاع وزارت وايي، چې د کندز د بې پولو ډاکټرانو پر روغتون د بمبار په تور ۱۲ امریکایي پوځیانو ته سزا ور کړی شوه.
یوه امریکایي پوځي سرچینې ویلي دي، چې یادو ۱۲ پوځيانو ته انضباطي سزا ور کړی شوې ده.
دغې سرچینې زیاته کړې ده، چې په دغه انضباطي سزا کې سرتېري، خورد ظابطان شامل دي، د دوی په منځ کې جنرال نشته.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close