د امریکا دفاع وزارت سرپرست وزير په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۲)
د راپورونو له مخې، د امریکا دفاع وزارت سرپرست وزير پاتريک شناهن په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی.
ټاکل شوې چې نوموړی په کابل کې له امريکايي نظامي چارواکو سره ګوري او د افغانستان جګړې او طالبانو سره د سولې وروستيو خبرو په اړه به هم خبرې وکړي.
د پاتريک شناهن د خپلې دندې له پيله دا لومړی سفر دی چې افغانستان ته يې کوي.
تر اوسه د امريکا دفاع وزارت (پنټاګان) د نوموړي د سفر په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلی او په دې اړه نور جزيات نه دي خپاره شوي.
په وروستيو کې امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي و که له طالبانو سره يوې موافقې ته ورسېږي نو له افغانستانه به خپل پوځيان وباسي.