د امریکا دفاع وزیر او ستر درستیز ناڅاپه کابل ته راغلي

کابل.کام – د وږي ۱۶مه، ۱۳۹۷:

نن جمعه (د وږي ۱۶مه / د اګست ۷مه) د امریکا دفاع وزیر په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې، له ښاغلي مټيس سره د امریکا د پوځ ستر درستیز جنرال جوزف ډانفورډ هم مل دی.

دوی په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له نوي ټاکل شوي قومندان جنرال آسټين سکاټ میلر سره لیدنه کړې او ټاکل شوې چې وروسته د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره وګوري.

د ولسمشر ویاند، هارون چخانسوري، کابل ته د دې امریکايي چارواکو راتګ تایید کړی، خو وايي په دې اړه نور جزیات به وروسته خپاره شي.

د جېمز مټیس او جنرال ډانفورډ د کښته کېدلو پر مهال، چورلکې د دوی د امنیت ساتلو په موخه په کابل کې پر امریکايي سفارت او پوځي مرکزونو راګرځېدلې.

جېمز مټیس په داسې حال کې کابل ته په نااعلان شوي سفر راځي چې په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو پیلېدو په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، ښاغلي مټیس د چهارشنبې په ورځ، هند ته تر تللو وړاندې خبریالانو ته وویل چې په کابل کې د امریکا سفارت له طالبانو سره پر مخامخ خبرو د کار کولو لپاره د خپلو کارکوونکو شمېر زیات کړی دی.

امریکا لا هم ټینګار کوي چې د سولې په اړه مذاکرات باید د طالبانو او افغان حکومت تر منځ وي – خو طالبان د جګړې له پیله ټینګار کوي چې مذاکرات د جګړې له اصلي لوري امریکا سره کوي، او د کابل حکومت ”د امریکا ګوډاګی“ بولي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close