د امریکا د استخباراتو مشر د ټرمپ د ولمسشرۍ له کبله استعفا ورکړه

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۲۸) زرغون خوږیاڼی

تیره شپه د امریکا د استخباراتي ادارې مشر جیمز کلیپر د امریکا کانګرس ته د ټرمپ د ولسمشرۍ له کبله استعفا وړاندې کړې ده.

د امریکا د خفیه ادارې مشر جیمز کلیپر د کانګرس غونډې ته د وینا پر مهال ويلي دي: زه نشم کولی، چې د ټرمپ له ولسمشرۍ وروسته پر خپله دنده پاتې شم.

د سي ان ان د خبر له مخې ویل شوي، چې نومړی له ۲۰۱۰ ز کال راهیسې د استخبارتي ادارې د مشر په توګه پاتې شوی دی او د اوباما د نږدې او با اعتماده دوستانو څخه و، اوس چې نږدې یوه میاشت لا دده د دندې نیټې ته پاتې وه، د ټرمپ تر امر لاندې یې د کار نه کولو پریکړه کړې ده.

د امریکا د خفیه ادارې د دیموکرات سیاست پوه ایډم شیف د جیمز په اړه ویلي دي، چې نوموړي تل د امریکايي وګړو په ګټه پریکړې کړي دي او ولس یې له پریکړو خوښ دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close