د امریکا د بهرنیو چارو وزیر شمالي کوریا ته ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د شمالي کوریا د غیراټومي کېدو مذاکراتو د بنبست د حل په موخه پیونګ یانګ ته سفر کوي.

سپينې ماڼۍ د ښاغلي پامپیو د سفر په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړی به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د شمالي کوریا پر لور روان شي.

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د کوریا ټاپووزمې د غیراټومې کېدو په اړه د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره خبرې وکړي.

د سپينې ماڼۍ یوې ویاندې، سارا هاکابي سنډرز، پرون دوشنبه تایید کړه چې امریکا له شمالي کوریا سره د مذاکراتو پرمختګ ته دوام ورکوي.

سنډرز وویل، ”د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د هغه ټيم به د کوریا ټاپوزمې د غیراټومي کېدو د مهمې دندې د دوام او د شمالي کوریا له مشر سره د لیدنې په موخه د جولای په ۵ مه په پیونګ یانګ کې وي.“

دوې ورځې وړاندې، د امریکا این بي سي خبري شبکې د ځینو امریکايي چارواکو له خولې لیکلي و چې شمالي کوریا د خپلو اټومي وسلو د جوړولو لپاره د غني شویو یورانیمو تولید زیات کړی دی.

این بي سي د دې امریکايي چارواکو نومونه نه دي ښوولي خو یوه یې ورته ویلي، روښانه او څرګند شواهد په لاس کې شته چې ښيي پیونګ یانګ د امریکا د غولولو هڅه کوي.

دا به په سنګاپور کې د امریکا او شمالي کوریا تر سرمشریزې وروسته پیونګ یانګ ته د مایک پامپیو لومړی سفر وي.

ډونلډ ټرمپ د سنګاپور سرمشریزې پر مهال وویل چې شمالي کوریا نور یو ”اټومي ګواښ“ نه دی، خو د ټرمپ نظر د امریکايي چارواکو له وروستیو څرګندونو سره تناقض لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close