د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۸) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو نن غرمه په یوه ناڅاپي سفر د بګرام هوایي ډګر کې ښکته شو.

د نوموړی د سفر اجنډا نه ده معلومه خو امریکایي چارواکي وایي، چې نوموړی به له ولسمشر غني، اجرایه رئیس او نورو چارواکو سره مهمې خبرې وکړي.

ټاکل شوې ده ، څو شیبې وروسته نوموړی په یوه خبري کنفرانس کې هم راښکاره شي.

نومودی داسې مهال کابل ته راځي چې اونۍ وړاندې د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس هم په یوه ناڅاپي سفر کې په بګرام هوایي ډګر کې به خپلو ځواکونو سره لیدنه کړې وه.

د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د پمپیو تر ټاکل کیدو وروسته دا د نوموړي لومړی سفر دی چې کابل ته یې کوي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close