د امریکا د جورجیا په ایالت کې په پولیسو برید شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۳) الماس خدرخیل

د امريکا متحده ايالاتو د جورجيا په ايالت کې په پوليسو وسله وال بريد ترسره شوی دی.

د جورجيا امنيتي چارواکي وايي، کله چې پوليس د ټرافيک سرې اشارې ته ودرېدل، ناڅاپي له يو بل موټر نه پر دوی ډزې وشوې.

د نوموړي ايالت پوليس وايي، چې په دې بريد کې دوه تنه پوليس سخت ټپيان دي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

چارواکي وايي، بريد کوونکی يې له تښتېدلو وروسته نيولی، ۲۲ کاله عمر لري او د سويلي کارولينا اوسېدونکي دی، چې اوس ترې د امنيتي ادارو له خوا څېړنې روانې دي، ترڅو معلومه کړي چې ولې يې په پوليسو ډزې کړي دي.

بايد وويل شي، چې يوه اونې وړاندې هم په دغه ښار کې په پوليسو وسلوال بريد ترسره شوی و.

د بريد پړه تر دې دمه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې، خو وخت ناوخت د القاعده او داعش ډلې د امريکا په ځينو ښارونو کې د بريدونو مسؤليت په غاړه اخلي.

د شنونکو په باور  د امريکا په ځينو ښارونو کې د تور پوستو له خوا هم اکثره وخت په پوليسو او سپين پوستو وسلوال بريدونه ترسره کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close