د امریکا د دفاع وزیر: د خلیلزاد له هڅو د ملاتړ امر راته شوی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ سلواغه ۲۴)

د امریکا د دفاع وزیر پټریک شناهان له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ټرمپ ورته خبرداری ورکړی چې د بهرنيو چارو له وزير او د ملي امنيت له سلاکار جان بولټن سره يو ځاى د زلمي خليلزاد د سولې د هڅو ملاتړ وکړي .
نوموړي ویلي، امریکا په افغانستان کې پراخې دائمي ګټې لري او غوښتنه یې کړې چې امریکایي مشران باید د سیمې وضعیت ته په کتو سره ګام کیږدي.

نوموړي دغه راز پر افغانانو ژغ کړی چې دخپل راتلونکي په هکله په خپله پرېکړه وکړي او د امريکا په هکله پریکړې باید ونه کړي.
د شنونکو په آند د نوموړي له خبرو څرګندیږي چې ټرمپ ورته د ځواکونو د ایستلو لپاره د امادګي خبرتیا ورکړې او د دغې کیدونکې پریکړې په تړاو یې نوموړی تر وخت وړاندې پوهولی دی.
دفاع وزیر داسې مهال داخبرې کوي چې نوموړی څو ورځې وړاندې په يوه ناڅاپي سفر کابل ته راغى، له ولسمشر اشرف غني او امنيتي مسوولينو سره يې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close