د امریکا د سیمیزو مطالعاتو اکاډمي: امریکا له طالبانو سره له مخامخ خبرو پرته بله لار نه لري

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۷ فرید افغان)

د تسنبم خبري اژانس د خبر ترمخه،  د  «امریکن کانسرویتیو» په نامه د مطالعاتو اکاډمۍ په خپل څیړنیز راپور کې ویلي؛ چې امریکا د جنګ له لارې هیڅ بریالیتوب نه لري او تر څو یې چې له طالبانو سره مخامخ مذاکرات نه وي ترسره کړي تر هغو به داجنګ همداسې روان وي.
راپور زیاتوي؛ افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته سخت تلفات ولیدل او که دا جګړه نوره هم اوګده شي ښایي پرته له تلفاتو بله هیڅ لاسته راوړنه ونه لري.
امریکن اکاډمي وایي؛ د افغانستان امنیت سیمیزو ګاونډویو هیوادونو ته زیات اولویت لري، نو باید له هغوی سره هم باید په دې تړاو مشورې وشي.
راپور وړاندې وایي؛ امریکا دې په پوځونو او وسایلو ناز نه کوي، د دې هیواد جګړه هیڅ کوم بهرني پوځ نه ده ګټلې، ښه خبره داده چې د سولیزې لارې امریکا دې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.
امریکن اکاډمۍ امریکایي چارواکي تر ټولو ناپوهه بللی او ویلي یې دي؛ چې د سیمې ټول هیوادونه پوهیږي چې یوه ورځ به دا هیواد له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي نو د ځواکونو د وتلو د نیټې پټول او تر نامعلوم وخت دلته د خپل حضور ادعا بې معنا او بې نتیجې پالیسي ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close