د امریکا ماتې، غرور نه، باید شکر اوباسو/ خالد روان

فرض کړئ، ۲۰۰۱ز کال دی. ټوله نړۍ طالبانو ته پر یوه خوا شوې. طالب مشران یا نیول کېږي، یا شهیدانېږي، یا ځورول کېږي او یا عام خلک په دې جرم چې ږیره لري، پټکي پر سر کوي او پر سنتو برابر دي، د باگرام او گوانتنامو زندانونو ته یوړل کېږي. دغه حالت په رښتیا سخت و/ دی. بمبار، چاپې، وژنې، ځورونې، شکنجې، زندانونه او ربړونې تر اوسه روانې دي. هغه وخت امریکایانو داسې بشر ضد کارونه کول، اوس یې روزل شوي افغانان کوي.

طالبانو ته د نړۍ هېڅ هېواد پناه ورکوله، یا به یې ځانونه غیب کړل او یا به شهیدان شول. که ژوندي په لاس ورتلل، نو د باگرام او گوانتنامو زندانونه یې ولیدل. داسې خیال موږ نه شو کولی، چې طالبان به بیا راپورته شي، ټولې کفرۍ نړۍ ته به غېږه ورکړي او باالاخره مغروره امریکا به یوه ورځ طالبانو ته د سولې زاري کوي. دغه حالت موږ په ژوندوني ولید او د زرگونه شهیدانو ارمانونه هم پوره شول.

امریکا په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره بېلابېلې پلمې وکړې. د ولسواکۍ، د بیان د ازادۍ، د ښې حکومتولۍ، متوازن عدالت او نورې بابولالې یې وغږولې؛ خو دلته هر څه سرچپه روان دي. ډیموکراسي داسې په شرمونو وشرمېده، چې بیا به یې څوک نه هم وانه‌خلي، د بیان ازادي یوازې د طالبانو ضد او د امریکایانو تر گټو پورې ده؛ گنې د حکومت ضد خلک یا بندیان شول، یا ترور شول او یا د حکومت نسبي ضد رسنیو دفترونه وتړل شول. ښه حکومتولي یې داسې ده، چې په ټوله نړۍ کې د اداري فساد په برخه کې لومړی مقام لري، متوازن عدالت یې داسې شو، چې شتمن نور هم شتمن شول او غریب خلک ورځ تربلې وږي کېږي. یعنې د امریکا هر شعار یوازې شعار پاتې شو او هېڅ کومې خبرې ته یې د عمل جامه ورنه کړه.

طالبانو له لومړي سره ویلي وو، چې د سولې خبرې یوازې له امریکا سره کوي، نه له افغان دولت سره. د طالبانو پر دې ټینگار ډېرو خلکو نیوکې هم کولې، خو د طالبانو په دغه دریځ به اوس به خلک پوه شوي وي، چې طالبانو ولې د سولې خبرې یوازې له امریکا سره کولې. ځکه افغان دولت نه دومره اختیار لري، چې د سولې خبرې دې وکړي او یا دې امریکایان دلته محاکمه کړي. افغان حکومت تراوسه له امریکا سره د بادار او غلام تر کچې اړیکې لري او د امریکایانو پر وړاندې سپوڼ هم نه شي ویستلی، نو د سولې خبرې باید د جگړې له اصلي لوري سره وشي.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د افغان سولې په تړاو خبرې گرمې شوي دي او امریکایانو د طالبانو ټولو غوښتنو ته مثبت ځواب ویلی دی. د دغه حالت لپاره موږ ډېر انتظار کړی او باید ټول ملت د شکرانې سجدې وکړي او غرور دي نه کوي.

د امریکایانو دغه حالت ته راوستل د زرگونه خلکو په قربانیو شوي او د لوی الله جل جلاله شکر باید اوباسو. موږ باید مغروره نه شو، گنې د اوسني جهاد ثمره به همداسې وي، لکه د شوروي اتحاد له ړنگېدو وروسته چې جهادي مشرانو خپلو کې سره وخوړل او کابل یې په کنډواله بدل کړ.

طالبان باید ډېر محتاط اووسي. د هر سیمه‌ییز او نړیوال گواښ پر وړاندې باید پوره چمتووالی ولري او پر حالاتو دې کنټرول نور هم ډېر کړي. د غرور نشه باید له هېچا سره نه وي او د امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله هغه خبره نن رښتیا کېږي، چې له بي بي سي سره یې په وروستۍ مرکه کې ویلي وو، چې یوه ورځ به امریکایان زموږ غوښتنو ته غاړه ږدي او د سولې خبرې به حتماً کوي. روح دې ښاد او یاد دې تل وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close