د امریکا متقاعد ډګرمن: امریکایان په افغانستان کې ناکام شوي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی ۱۴ عبدالهادي همت

امریکایي متقاعد ډګرمن په ټایم امریکايي مجله کې یوه لیکنه خپره کړې او د امریکا پر سیاست یې نیوکه کړې چې په افغانستان کې کومه جوته ستراتیژي نه لري او د امریکا کړنې یې غندلي دي .

متقاعد ډګر ډانيل ډيويس ټايم امريکايي مجلې ته د افغانستان په اړه په یوه مقاله کې ليکلي، چې واشنګټن د افغان جګړې په اړه څرګند دريځ نه لري او له همدې امله د امريکا د  ناسمو کړنو او  مبهمه ستراتيژي په افغانستان د امريکا د ناکامۍ لامل شوه او خپلو موخو ته په رسیدو کې پاتې راغلي دي.

د امريکايي پوځ يو متقاعده ډګرمن په افغانستان کې د امريکا پر پوځي او سياسي ستراتيژي نيوکې کړي او دغه تګلاره يې ناکامه بللې ده.

ډانيل ډيوس امريکايي رسنيو سره په افغانستان کې د امريکا د سياسي او پوځي ستراتيژۍ په اړه هم خبرې کړي، د امريکايي چارواکو کړنې يې غندلي او دا یې یوه ناکامه يې ستراتیژي بللي ده.

 ډګرمن ډيوس د اوسني حکومت حالاتو ته د ناورین نوم ورکړ، چې د جانکیري په مشورو حل شول.

هغه  ویلی: مونږ په افغانستان کې د مسلسلو بمبارونه وروسته یو حکومت رامنځته کړ  او داسې څوک مو واک ته ورسول چې مونږ سره یې د طالبانو د حکومت په نسکورولو کې مرسته کړې وه او دا یوه ستره تیروتنه وه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close