د امریکا مسلمانانو ډونل ټرمپ د بدمعاشانو په مشرۍ متهم کړ

کابل ټکی کام فرید احمد

د امریکا مسلمانان وايي چې د جمهوري خواه ګوند لخوا ولسمشرۍ ته کاندید میلونر سیاست وال ډونل ټرمپ نه خو امریکايي دی او هغه یو غیر مسؤل انسان دی.

ډونل ټرمپ تېره ورځ د هغه حملو په جواب کې چې د امریکا په کلیفورنیا په ایالت کې ترسره شوې وې له امریکا وغوښتل چې ملک ته د نور مسلمانانو داخلیدل ملک دې بند کړي.

هغه په خپله بیانیه کې وویل چې مونږ حالاتو ته په کتو سره وایو چې په امریکا کې مسلمانان ملک له یوې لویې خطرې سره مخامخ کوي.

ټرمپ له امریکا غواړي چې پولې دې تر هغو وتړي چې د ستونزې اصلي ځای پیدا کړي.

که څه هم ټرمپ د سپينې ماڼی له خوا ورټل شو او سبينې ماڼی د ټرمپ په خبرو انديښنه وښودله چې دده خبرې د امریکا د بقا لپاره مشکلات راولاړوي، خو په امریکا کې مسلمانان سخت غوسه شوي او امکان لري چې دده په جواب کې مسلمانان لارو کوڅو ته د مظاهرې په شکل راووځي.

په امریکا کې یو مسلمان ټرمپ ته په خطاب کې وویل، ټرمپ داسې نه ښکاري چې ددومره لویې جامعې یو غړی واوسې او همدا شان ده ته یې د یوه عصبي ناروغ انسان خطاب وکړ.

د یادونې وړ ده چې ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ولسمشرۍ ته کاندید دی او له لمړي سره یې د اسلام سره په دښمنۍ باندې خپل ځان مشهور کړی دی.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close