د امریکا وقایوي جګړې لمن په ټولیدو ده

په ژوندۍ بڼه خبري پوښښ

7:50

په ۱۸۳۹م کال کې چې انګرېزانو د افغاني غازيانو په اړه معلوماتو راغونډولو لپاره په پټه توګه کابل ته الکزاندر برنس ولیږه له ځانه سره یي څو هندي جاسوسان هم ملګري کړل، چي بالآخره د انګرېزانو او افغاني لښکر ترمنځ درنې جګړې پیل شوې چي په پای کي افغانان د انګرېزي لښکرو پر

سنګرونو د زمرو په څېر ور وختل جنرال برنس چي به خپل کور کې کلابند و په۱۸۴۲دنوامبر په دویمه غازيان د هغه پر کور ور وختل او د شرابو د نشې په حالت کي یي وواژه۔


8:00

 امریکا چي پر افغانستان یرغل کړی کټ مټ د انګرېزانو په څېر پاليسي لري خو دا چې انګرېزانو پدې اعتراف کاوه چې په افغانستان کې استثماري جګړې ته دوام ورکوي خو امریکا په افغانستان کې پیل کړې جګړې ته د وقایوي جګړې نوم ورکوي په یو او بل نامه یې په افغانستان کې د جګړې اور بل کړی دی، خو پدې خبره اوس خپله امریکایې نظامیان هم پوه شوې دي چي د دوی په وینا د وقایوي جګړې لمن یي هم په ټولېدو ده. تېر کال د امریکا په ۹ ښارونو کي د سروې مطابق امریکایي اولس په افغانستان کي د جګړې د پای ته رسېدلو او خپلو پوځونو د را ایستلو غوښتنه وکړه۔


 

په افغانستان او عراق کي د امریکا یانو په نظر دواړه وقایوي جګړې دي چې روانې دي خو د عراق او افغانستان د جګړو لاملونو ته چې وکتل شي امریکایي جګړه مار جنرالان یی د یوې لویې سهوې اعتراف کوي، ځکه نه خو په عراق کې کمیاوي وسلې وې او نه په ۲۰۰۱ م کې د دیسمبر د یوولسمې ۔پېښه کې کوم افغان لاس درلود۔

امریکا چې پر افغانستان یي نامشروع یرغل کړی ورته د وقایوي جګړې نوم ورکوي او افغانان چې د خپلو مقدساتو او خاورې مشروع دفاع کوي ورته ترهګري وایي نه خو افغانان ترهګر دي او نه یرغلګر خپله مشروع دفاع کوي چی د امریکا د وقایوي جګړې لمن هم ور ټولوي۔

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close