د امریکا په کیلي فورنیا ایالت کې ډزو ۱۴تنه وژلي

کابل ټکی کام ۱۲لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د امریکا د کليفورنیا ایالت په سان برنارډینو نومې سیمه کې د معیوبو کسانو پر مرکز د ۳وسلوالو له لورې ډزې شوي چې لږ تر لږه ۱۴کسان وژل شوي، او ۱۴تنه نور ټپيان دي.
برید کوونکي د پېښې له ځای څخه په تېښته بریالی شوي دي.
 پولیسو ویلي دي چې د وسلوالو د نیولو هڅې روانې دي، کوم چې د پېښې له ځای څخه په یوه ګاډي کې په تېښته بریالي شوي دي.
د امریکا د کیليفورنیا ایالت د سان برنارډينو نومې سیمې د پولیسو مشر جاردوډ بورګوان خبري رسنیو ته ویلي دي چې له بریدکوونکو سره یو لوی ټوپک وو، او په پوره چمتووالي سره یې هغه سه تر سره کړل چې غوښتل یې.
د هغه پر وینا چې «تر اوسه پورې د حمله کوونکو هویت او انګېزه نه ده مالومه، خو د هغه په وینا چی د ځايي ترهګرو  له خطره ډک حالت سره مخ دي.» د ده اشاره د مسلمانانو جوماتونو ته وه.
احصائیو ښودلې ده چې په روان ۲۰۱۵م کال په امریکا کې د ډله ییزو بریدونو کچه ۳۵۱ پېښو ته رسیږي.
د یادونې وړ ده چې بارک اوباما یو ځل له ولسي جرګې کانګرس غوښتي هم وو تر څو د وسلو پر کنټرول باندې سخت قوانین تصویب کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close