د امنیت شورا سلاکار: د کندهار په پیښه کې د پاکستان تورنول تر وخت وړاندې خبر ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۸)

په داسې حال کې چې د کندهار د خونړۍ پیښې د جزیاتو څیړنې لا هم نه دي بشپړې شوې او ټول اړخونه یې اوس هم مبهم ښکاري، د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، سر له اوسه دا نه شي ویلی چې دې برید کې پاکستان لاس درلوده.
محب ویلي، د پیښې ټول اړخونه پوښلي، طالبانو یې مسؤلیت منلی خو په پیښه هیڅ بهرنی هیواد ښکیل نه شي بللی.

د نوموړي خبرې د پاکستان پر وړاندې دحکومت په دریځ کې بدلون ښکاره کوي او د ډیورند کرښې د منلو،  پاکستان ته د  اغزن تار د اجازې او نورو امتیازاتو د ورکړې په اړه لګول شوي تورونه ریښتونې بڼه خپلوي.

نوموړی داسې مهال دا خبرې کوي چې د جنرال رازق پلویان د دې پیښې پړه پر امریکایانو ور اچوي او زیاتوي چې پیښه د افغان او امریکایي چارواکو تر خپل جنجال وروسته رامنځته شوې.
خو د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی بیا دا څرګندونې د امریکا ضد کړیو کار بولي او زیاتوي، برید د والي یوه ساتونکي داسې مهال کړی چې امریکایي او افغان چارواکي په خپل منځ کې په ټوکو ټکالو بوخت وو.
په ورته وخت کې طالبانو د هغه بریدګر مستنده ویدیو خپره کړې چې دا برید یې ترسره کړی و.
باید وویل شي چې په دې وروستیو اشرف غني او جنرال ترمنځ سخت جنجالونه راپورته شوي و او غني هڅه کوله چې نوموړی په هر ډول چې وي له دندې لرې کړي خو له ټولو هڅو سره سره تر پایه یې دا کار ونه شو کړای.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close