د امن کور ننګرهار، د غميزو کور

ټولو افغانانو د خپلو خپلو ولاياتو افتخارات او وياړنې ليدلې او د هر ولايت وياړنې په خپل خپل ځای د قدر وړ دي، چې په دې وياړنو کې ننګرهار تل د امن د کور او د ادب ځانګو ياد شوی دی، ليکوالو او قلموالو يې په خپلو ليکنو کې ټولې خواوې چې څرنګه د امن کور دى او څرنګه د ادب ځانګو ده، څيړلې دي، خو له بده مرغه اوس هغه ننګرهار نه د امن کور دى او نه د ادب ځانګو.

يواځې د ننګرهار په اړه بايد قضاوت ونه کړل شي، په هر ولايت کې چې کومې ناخوالې تيرې شوې او يا پيښيږي موږ په خپل خپل وار پرې د زړه وينې څڅولې دي، خو کاش د ننګرهار په اړه چې تاريخ يې په امن او ادب وياړي، لږ احساس موجود واى، چې ولې د امن کور ننګرهار د غميزو کور شو؟ او ولې يې د ادب د ځانګو مراندې پرې کړل شوې.

په هېواد کې يو ولايت هم له غميزو خالي نه دی، په هره ورځ چې بهرني او داخلي وحشي پوځونه په يوه لور روان وي، ناخوالې به ترې زيږيږي. دهر ولايت ناخوالې د تاريخ پاڼه ده چې پکې د امن کور ننګرهار هم د تاريخ پاڼه شو، د يوې غميزې ټغر يې نه وي ټول شوی چې بله غميزه پکې سر راپورته کړي او بيا ورته د ننګرهارچارواکي د عملياتو نوم ورکړي.

په نظامي خريطه کې د خلکو وژل، ژوبلول او نيول عمليات دي، خو توپير يې دا دی چې په نظامي اصولو سره عمليات په دښمن کيږي، مګر په ننګرهار کې پوځونه د ننګرهار ولس ته د دښمن په سترګه ګوري. په اونۍ کې څو ځله په بې ګناه ولسي وګړو عمليات تر سره کوي، تيره ورځ يې په سره رود ولسوالۍ کې ولسي وګړي ووژل او اوس يې دا دې په روداتو ولسوالۍ کې ووژل.

د ننګرهار ولس اړ دی چې د حکومت او په ځانګړې توګه د ننګرهار ولايت د داړه مارو پر خلاف د تورخم او جلال آباد لار د ولسي وګړو په جسدونو ايښودلو وتړي، دا هغه ننګرهار دی چې تاريخ یې په امن وياړي، خو نن ورځ يې تاريخ د ولسي وګړو له وژنو پرته نور څه له ځانه سره نه لري.

د ننګرهار د امن کور به څرنګه په امن پاتې شي چې يوه ورځ يې په يوه او بله ورځ يې په بله ولسوالۍ کې بې ګناه او بې دفاع ولسي وګړي وژل کيږي. د روداتو ولسوالۍ د شهيدانو په کلي کې ١٦ تنو عامو ولسي وګړو څه جرم کړی و چې په خپلو وينو سره او شهيدان کړل شول؟

که اشرف غني، عبدالله او د ارګ ټيکه داران د هر افغان د شهادت پر سر امتيازات اخلي، همدومره امتيازات يې بس دي، چې په تيرو ١٧ کالو کې یې د افغانانو په شهادتونو واخستل، نور دې اشرف غني هم بهرنيو وحشي جنرالانو يا په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت عملیاتي مرستیال ”کرستوفر هاس“ ته د ”میر بچه خان“ او د يرغلګرو هېوادونو سفيرانو ته د ملالۍ میوندۍ ميډالونه نه ورکوي او نه دې د دوستم د ماشوم زامنو په څير د بې ګناه ولسي وګړو په وژنو د جنرالۍ رتبې ورکوي.

د ننګرهار غميزه د ټول هېواد غميزه ده، بايد ټول هېوادوال پرې وير وکړي، هغسې وير چې د تلې په دویمه یې د وردګو ولايت د ملا حافظ د کلي د بې ګناه ښځو او ماشومانو په شهادت وکړ او هغسې ساندې چې د تلې په پيځلسمه یې د پکتيا ولايت د ګردېز څيړۍ د لسو بې ګناه او بې دفاع ولسي وګړو په شهادت وويلې. موږ دا منو چې ننګرهار دامن کور و،خو اوس د امن کور او د ادب ځانګو نه ده، هم یې ادب تالا ترغه شو او هم یې امن. ننګرهار اوس د غميزو کور دی او بايد ټول افغان ولس ورسره په وير او ساندو کې شريک شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close