د امیرالمومنین د وفات زړه لړزونکی خبر

کابل ټکی کام ۱۰زمري ۱۳۹۴

لیکنه: طالب جان

د امام ترمذي رحمه الله متعلق کتابونه لیکي چې  یوه ورځ په لمانځه ولاړ ؤ، له سلام ګرځولو وروسته یو دم په ژړا شو، دومره یې وژړل چې ناست خلک یې  متوجه کړل او د ژړا سبب یې ترې و پوښتلو، امام ترمذي رحمه الله په ځواب کې وویل: لس کاله وړاندې په لمانځه ولاړ وم دنیوي چورت واخیستم، چې کله دلمانځه عظمت اودچورت خساست ته متوجه شوم، بې سده او بې خوده راپرېوتم، نن هم په لمانځه کې دنیوي چورت واخیستم؛خو چې کله متوجه شوم، لس کاله پخوانی حالت او کیفیت را  باندې طاري نشو، نو زما په فکر لس کاله مخکې زمانه نبي علیه الصلاة والسلام ته نږدې وه، د هغه مبارک اثرات پکې د اوس په پرتله ډ‎ير موجود ول؛ نوځکه مې مخل بالخشوع ته زړه ټینګ نه کړ او اوس چې د پیغمبر د زمانې اثرات کم شوي ما خپل ایمان هم کمزوری وموندلو او ومی ژ‌ړل.

نن په ما هم کټ مټ د امام ترمذي رحمه الله کانه وشوه، لس دولس کاله وړاندې مې د ملا صاحب مبارک د شهادت او وفات تصور نشو کولای او چې کله به مې د ده مبارک وفات متصور کړ، د مخبوط الحواس انسان په څېر به په ځان نه پوهېدم، بې سېکه او بې ټېکه به شوم؛ حتی چې چا به  د ده د وفات تذکره وکړه ماته به منافق ښکارېدو؛خو نن مې د ده وفات زړه لړزوونکی  او عظیم خبر واورېدو، نه راپرېوتم او نه خو مې دومره وژړل چې خپله شپه پرې سبا کړم. ددې تفاوت دا وجه نشي کېدلی چې ګواکي خدای پاک د مخکې په نسبت زما استقامت او اندروني ظرفیت قوي کړی دی، بلکې اساسي وجه یې دا ده چې د مخکې په نسبت د نبي علیه الصلاة والسلام د زمانې نه لرې او دجال ته نږدې پروت یم. ایمان مې دومره کمزوری شوی دی چې د اسلامي امت د روحاني پلار او لوی خواخوږي په رحلت سره نه راپرېوتم او نه بی خوده شوم؛خو که زه په خپله نه یم پسې نړیدلی، خیالونه او زړونه پسې ونړېدل، ارمانونه او امیدونه ور پسې مات شول، هیلې او تمې یتیمانې شوې.

ریښتیا هم،چې دخړې حجرې او خټین جومات دغه سپین طالب داسې شخصیت ؤ چې وفات یې باید غرونه لړزولي او اسمانونه ژړولي وای.

لوی ملا صاحب د اسلامي حاکمیت دنظریې مجدد او د همدې پاکې نظریې سپیڅلی لاروی ؤ.

هاغه د استقامت جبل یادوم چې د عظیمو امتحاناتو او موسمي څپو په وړاندې په پوره ثبات او وقار ولاړ ؤ، او ونه ښورېدو.

هغه غر چې د ټول امت د زړونو تکیه وه، آه، آه څومره لوی غر!!

خو نن هغه لوی غر ونړېدو، هغه لوی غر چې د لوړې څوکې نه به یې د مجدد سرهند،د ابراهیم ابن ادهم بلخ او دبایزید بسطام ښکارېدل، هغه غر چې په لمنه کې به یې د ابوذر غفاري رضی الله عنه فقر او زهد ګرځول.

هغه لوی غر چې د هغو ازمېیښتونو په وړاندې یې ځان ته معمولي ښور ور نکړ، د کومو ازمېیښتونو سره چې د امام اعظم د قضا او دا مام احمد د خلق القران ازمېیښتونه لاس نیوی کوي.

هغه لوی غر چې د خپل بابا حضرت ابراهیم علیه الصلاة والسلام سپین او عظیم تاریخ یې را تازه کړ. ابراهیم علیه الصلاة والسلام په سرو لمبو کې د خدای څخه پرته بل هېچاته توجه ورنکړله او دنمرود سره یې د محض توکل په وسله خپلې مقابلې اومبارزې ته دوام ورکړ. نن د ده مبارک وارث امیرالمومنین هم د نړیوال نمرود د ټولو دسیسو او مکرونو په وړاندې د همدې ابراهیمي توکل او توحید څخه خپله مبارکه سینه ‌ډکه کړه او د خپلې ملنګې او طالبې څېرې آزار یې ورپسې کړ.

هغه ستړی مسافر چې د خپل خلیلي عزم په بنیاد یې د وخت طواغیت او بتان را نسکور کړل او ټولې باطلې او مشرکې نړۍ ته یې د مقابلې غېږه ورکړه.

نن مونږ هغه لوی ملا صاحب نلرو، نن مونږ یتیمان یو، نن زمونږ څخه تللی دی، هغه بادار ته ورغلی دی چې ده یې په لاره کې نه هېرېدونکې مبارزې وکړې.

ما خو د خوب صحنه ګڼله

د جانان کډه په ریښتیا له ملکه ځینه

امیرالمومنین لوی عابد، عارف بالله، تارک الدنیا، مجاهد،فقیراو د لا یخافون فی الله لومة لائم ريښتونی مصداق ؤ.

امیرالمومنین یواځې یو شخص نه، بلکې په یوازې ځان لوی امت ؤ.

امیرالمومنین د اسلامي او محمدي غرّا شریعت سرښندونکی فدائي ؤ.

د داسې عظیم انسان نیستي یقیناً چې ډېره لویه ضایعه ده، خو د ده وفات دې زمونږ صف کمزوری نه کړي؛ځکه که دی نشته، نظریه او مفکوره خو یې مالومه او شته ده.کوم کسان چې د ده بنده ګان ؤ، دا دي هغه وفات شو او څوک چې د خدای بنده ګان دي،خدای ژوندی دی.

ویل کیږي چې مرید د پیر د صفاتو  مظهر او څرګند ځای وي.

لله الحمد د لوی ملا صاحب په څېر زمونږ د صف سپیڅلي طالبان د لوړ فکر، ایمان او متین عزم څښتنان دي او د خپل سیاسي او روحاني مرشد په څېر به دوی هم د وخت د ټولو د سایسو مقابله کوي.

و ما ذالک علی الله بعزیز

– See more at: https://kabull.com/Maqalay_Details.php?maqala_details=19#sthash.q8LjTsUc.dpuf

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close