د اناردرې ولسوالۍ امنيه قومنندان مرګونی ټپي دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۶)

د فراه د والي وياند محمد ناصر مهري وايي، د اناردرې ولسوالۍ امنيه قومندان له خپلو دو ساتونکو سره په يوه کمين کې سخت ټپي شوی دی.

د مهري په وينا، پر امنيه قومندان عبدالسميع تيره شپه طالبانو په ياده ولسوالۍ کې برید کړی چې له کبله يې نوموړی له دوه ساتونکو سره ټپي دی.

که څه هم نوموړی وايي، چې د امنیه قومندان روغتيايي وضعيت ښه دی خو یوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي چې نوموړی په دغه برید کې مرګونی ټپي شوی دی.

طالبانو د بريد مسئوليت منلی، په يوې خبرپاڼه کې يې ويلي چې په بريد کې درې عسکرځای پرځای وژل شوي او قومندان سميع سخت ژوبل دی، یو ټانګ، یوه دهشکه يې سوځول شوي او څلور ميله وسلې طالبانو نيولي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close