د انتخاباتو له کبله پېښور کې پر افغان کډوالو ګرځبنديز لګېدلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱)

د پاکستان د راتلونکو پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو لپاره په پېښور کې د افغان کډوالو پر ګرځېدو بنديز لګېدلی او ويل کېږي چې د څو ورځو لپاره به د تورخم او چمن پولې هم د پاکستان حکومت له خوا تړل شوي وي.

د بي بي سي د راپور له مخې د پېښور د مرستيال کمشنر عمران حميد شېخ له خوا چارواکو ته امر شوی چې د ښار په ځينو سيمو کې دې د ټاکنو تر ختمېدو پورې افغان کډوال له خپلو کمپونو بهر نه پرېږدي.

نوموړي چارواکي ويلي، دا کار په پېښور او شاخوا سيمو کې د امنيت په موخه ترسره شوی دی.

مرستيال کمشنر ولي، که په يادو ورځو کې افغان کډوال له خپلو ميشت ځايونو او کمپونو بهر وليدل شي قانوني چلند به ورسره وشي.

دغه بندیز به د روانې جولای مياشتې له څلورويشتمې تر اته ويشتمې نيټې وي او چارواکي وايي په دغه ورځو کې دې افغان کډوال له خپلو کمپونو بهر نه وځي.

دغه راز په پېښور کې د افغان مهاجرينو د ټولنو له خوا خبر ورکړل شوی چې د جولای له څلورويشتمې نېټې له غرمې دوولس بجو څخه وروسته تر پنجشنبې د جولای د شپږويشتمې تر سهار اوو بجو پورې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل کېږي.

تر اوسه د تورخم لارې بندېدو په اړه چارواکو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close