د اندلس د سقوط لنډ تاریخ

عبد الله صدیقي

     اندلس د ایبریا له ټاپو وزمې څخه عبارت دی چې اوس د هسپانیا او پرتګال دولتونه په کی شتون لري. مسلمانانو په دې ټاپوزمې باندې داندلس په نوم  نږدې 800 کاله حکومت کړي. مسلمانانو په کال 711 میلادي کې اندلس د اموي خلافت په وخت کې د لوی سپه سالار طارق بن زیاد په لاسفتحه کړ.

 300 کاله امویانو په اندلس حکومت وکړ. مسلمانان د فرانسې د فتحه کولو په طرف روان وو خو هلته ډېرو پوځې او اجتماعي مشکلاتو د فرانسې د فتحې مخه ونیوله. په اندلس کې مسلمانان په اول ځل د (بلاط الشهداء) په نوم جګړه کې له شکست سره مخ شول. دې جګړې د مسلمانانو د فتحو مخه ډب کړه او فرانسه د عیسایانو تر تسلط لاندې پاتې شوه. د (بلاط الشهداء) دغه مشهوره جګړه د عبد الرحمن غافقي په زمانه کې ترسره شوې وه.

      په کال 1031 میلادي کې د امویانو متحد حکومت ختم شو او په خپلو منځونو کې د اختلافاتو او کورنیو شخړو له وجې په 22 وړو ملکونو کې وویشل شول، چې هرې کورنۍ په یوه ښار باندې حکومت کاوه ، د داخلي مخالفتونو دې زمانې ته د ملوک الطوائفي زمانه وایي. په همدغه زمانه کې له مسلمانانو نه د اندلس د بیرته نیولو جنګونه شروع شول،  دا جنګونه کاتولیکي عیسایي ملکونو پیل کړل.

      تر ټولو لومړی جنګ په کال 722 میلادي کې هغه وخت پیل شو، چې بلاجیوس داندلس په شمال کې بغاوت وکړ، او مسلمانانو ته یې په کهف دونجا جګړه کې شکست ورکړ، چې ورپسې وتوانید داندلس په شمال کې  خپل لومړی امارت تاسیس کړي.

 تر دې وروسته کاتولیکي عیسایي پاچاهان وتوانیدل چې د اندلس په ټوله شمالي برخه ولکه ټینګه کړي او نوي ملکونه پکې جوړ کړی؛ لکه قشتاله ، ارګوان او لیون. په همدې وخت کې د مسلمانانو خپل منځي جګړې هم اوج ته رسیدلې وې، آن تر دې چې د خپل سیال او مخالف د پرځولو لپاره به یی د عیسایي پاچاهانو نه کومک هم غوښته.

     کاتولیکي عیسایانو هم د دوی اختلافات غنیمت ګڼل او د مسلمانانو په منځ کې یې د فساد په نیت مداخله کوله، تردې چې په ځیني مسلمانو پاچاهانو باندې یې جزيه هم مقرره کړې وه. او ځینې نور یې بیا له پوره لوشلو وروسته تر خپل اشغال لاندې راوستل.

په کال 1085میلادي کې پاچا فونسو شپږم وتوانید چې د بني ذي النون کورنۍ تر واک لاندې د طلیطله ښار، له اوږې محاصرې وروسته ونیسي .

 د طلیطله له سقوط وروسته پخپلو کې د سره اخته ملوک الطوائف  مغزو کار وکړ او پوه شول چې مونږ ته لویه خطره متوجه ده نو دوی د مراکش (المغرب) له واکمن یوسف بن تاشفین نه د مرستې غوښتنه وکړه چې هغه د مرابطینو د پیاوړي حکومت ستر مشر و.

 یوسف بن تاشفین له مراکش نه حرکت وکړ، له تورې بحیرې نه تېر شو او اندلس ته یی ځان ورسوه. خو فونسو شپږم پاچا د هغه په وړاندې کلک ودرید، د هغه د پرمختګ مخه یې ونیوله او په کال 1086 میلادي کې د دوی تر منځ د زلاقه جګړه را منځ ته شو چې د فونسو په شکست تمامه شوه.

  یوسف بن تاشفین وتوانید چې د اندلس د مسلمانانو سم کومک وکړي.مرابطینو پوره سل کاله په اندلس هم حکومت وکړ خو په کال 1174 میلادي کې د مختلفو وجوهاتو پر اساس سقوط وکړ، او د دوی په ځای د موحدینو حکومت په اندلس او مراکش کې قائم شو.

 د موحدینو حکومت عیسایي پاچاهانو سره خپله جګړه جاري وساتله،  د دوی تر منځ به هر وخت جنګونه کیدل ، چې لوی جنګ د منصور ابو یوسف یعقوب او د قشتاله پاچا فونسو اتم تر منځ وشو .

یو ځل منصور مراکش ته په سفر تللی و فونسو د هغه نه شتون غنیمت وباله او د اندلس په ډېرو ښارونو باندې یې په وه وخت حمله شروع کړه چې تقریبا ټولې سقوط شوې سیمې یې ونيولې  او د اندلس جنوبه پورې ورسید.

 منصور سل زره جنګیالي را ټول کړل او د فونسو سره په ارک کې په یوه لویه جګړه کې مخامخ شو. دا جګړه د منصور په ګټه تمامه شوه او لویه کامیابي یی حاصله کړه، د عیسایانو دېرش زره جنګیالی یې مړه او شل زره نور یی اسیران شول. په دې وخت کې عیسایي پاچاهانو هم خپل منځي اختلافات لرل او دوی هم د ملوک الطوائف په شکل کې ول.

د ارک له جګړې وروسته یې وپتېیله چې دوی ته یو حقیقي خطر متوجه دی، دوی خپل منځ کې اتحاد وکړ او اروپایي پاچاهانو او د روم کاتولیکي کلیسا ته یې د کومک لاسونه وغځول.

د اروپا پاچاهانو ددوی مرستې ته ور ودانګل، د روم پاپ انوسنت دریم هم موافقه ورسره وکړه تردې چې په کال 1212 میلادي کې په طلیطله ښار کې دوه لکه اروپایی جنګیالي سره را غونډ شول.  په 17/7/1212م تاریخ د دې لوی لښکر او مسلمانانو تر منځ د “عقاب” په نوم تاریخي جګړه را منځته شو چې مسلمانانو سخت له شکست سره مخ شول، او دا جګړه د موحدینو د حکومت د سقوط پیلامه شوه. تردې چې په کال 1269میلادي کې یې مکمل سقوط وکړ.

 کاتولیکي پاچاهانو د اندلس د بیا نیولو جنګونه جاري وساتل، تر دې چې په کال 1236م کې فرنانډو دریم د قشتاله پاچا په قرطبه او په کال 1248م په اشبیلیه باندې مکمله سلطه راوستله.

 په همدې وخت کې د پرتګال هیواد وجود ته راغی،  په لږ وخت کې یې قوت حاصل کړ او د اندلس په غربي ساحل کې په پرتو ټولو ښارونو خپله ولکه راوستله.

د اندلس ښارونه په پرلپسې توګه د مسلمانانو له واکه وتل، تردې چې اندلس کې یوازې د غرناطه مملکت مسلمانانو ته پاتې شو، چې د مسلمانانو آخرې مرکز ګڼل کیده.

 غرناطه باندې د بني احمر کورنۍ حکومت کوه، دا وړوکی حکومت وتوانید چې 250  کاله نور هم د عیسایانو مقابله وکړي او د دوی په مخ کې مقاومت وکړي.

 په کال 1469م کې د قشتالې د ملکه (ایزابیلا)او دارګوان د پاچا (فرنانډو) تر منځ واده ترسره شو، د دې واده په نتیجه کې دواړه هیوادونه سره یو شول او د هسپانیا مملکت ترې جوړ شو.

دا دواړه مشران پوهیدل چې په غرناطه کې د مسلمانانو تر منځ خپلمنځي اختلافات شته نو دوی دا اختلافات غنیمت وګڼل،  پریکړه یی وکړه چې غرناطه ونیسي، او په اندلس کې د مسلمانانو وجود ته د پای ټکی کیږدي.

دې وخت کې د داخلی اختلافاتو لامله غرناطه په دوو برخو وېشل شوې وه،  یوه برخه (مالقه) باندې محمد الزغل او بله برخه (غرناطه) باندې د هغه وراره محمد الصغیر حکومت کوه. هسپانویانو اول په مالقه حمله وکړه، مګر محمد الزغل دوی ته سخت ماتې ورکړه او محمد الزغل په ټوله غرناطه   کې د یو قهرمان په صفت مشهور شو.

محمد الصغیر د دې لپاره چې څه قهرمانې او نوم ترلاسه کړي، په هسپانیه حمله وکړه خو هغه شکت وخوړ او بندي شو، دوه کاله د هسپانویانو بندیخانه کې و، او په دې شرط ازاد کړی شو چې د هسپانوي شاهانو اطاعت به کوي.

 محمد الصغیر بندیخانه کې و چې د هغه سیال ټوله غرناطه قبضه کړه او یو هیواد یی ځنې جوړ کړ.هسپانویانو د منافقت په نیت محمد الصغیر په دې شرط له بنده را ایله کړ چې غرناطه کې به د محمد الزغل په خلاف بغاوت کوي او هسپانویان به په دې وخت کې په مالقه حمله وکړي و هغه به تر خپلي ولکې لاندې راولي او بیا به همدغه مالقه محمد الصغیر ته د هغه د وفادارۍ او اطاعت په بدل کې ور سپاري.

خبره د پلان موافق وشوه،  فرنانډو مالقه ونیوله خو محمد الصغیر ته یې ونه سپارله، ورپسې یې سمدستي په غرناطه حمله وکړه هغه یې محاصره کړه او له محمد الصغیر نه یې و غوښتل چې تسلیم شي او ښار دې هم ورته هم پریږدي.

 په کال 1492م کې د غرناطه امیر محمد الصغیر تسلیم شو، غرناطې سقوط وکړ او هسپانویان ور داخل شول، دا یوه توره ورځ وه، په اندلس کې د مسلمانانو حکومت  د تل لپاره ختم شو.

 هسپانوی شاهانو په ټول اندلس کې کاتولیکي عیسایت خپور کړ او اعلان یې وکړ چې هیڅ څوک د دې دین مخالف نه شي کولی. مخالفینو ته به ډول ډول تکلیفونه ورکول کیده، که هغه به مسلمان و یا یهود، حتی چې هغه عیسایان چې د کاتولیک کلیسا پیروان نه وو  هغوی هم د دې عذابونو او ربړونو نه وو خوندي.

له دې وروسته هسپانوی شاهانو مسلمانان ډلې ډلې له اندلسه وشړل چې زیاتو یی مراکش (المغرب) ته پناه یووړه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close