د اندونيزيا يوه الوتکه د ۱۸۸ سپرليو سره نادرکه شوې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۷)

د اندونيزيا چارواکي وايي، چې د لاین ائير یوه بوينګ الوتکه نن له پلازمينې جاکارتا څخه پرواز وکړ خو له څو دقيقو وروسته له رادار څخه ورکه شوه.

د چارواکو په وينا، دغه الوتکه بنګکاک ته روانه وه چې (يوسل اته اتيا) سپرلۍ يې له ځان سره لېږدولې.

د پلټنې او ژغورنې د ادارې مشر، محمد سیاګي د خبري کنفرانس په ترڅ کې وويل: “موږ لا تر اوسه نه پوهيږو چې آيا په دغه الوتکه کې به خلک ژوندي پاتې وي که نه خو زياته يې کړه موږ هیله لرو، موږ دعا کوو، مګر موږ د هغوی ژوند نه شو تصدیقولی. ”

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه الوتکه به له کومې پيښې سره مخ شوې او يا به لوېدلي وي خو چارواکي وايي د يادې پيښې په اړه پلټنې پيل شوي او د الوتکې لټون روان دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close