د اندونیزیا علماء: د طالبانو په وضاحت ليک غور کوو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۴ فرید افغان)

د اندونیزیا د راتلونکې غونډې په تړاو چې ټاکل شوې وه د روانې میاشتې په ۱۵ پیل شي او د افغان جګړې په هکله یوه فتوا صادره کړي اوس د دې هیواد مشران وایي؛ د طالبانو لیک ورته رسیدلی او د ليک تر څيړلو وروسته به د غونډې نیټه معلوموي.
طالبانو په یاد لیک کې له قراني نصوصو خپله جګړه ثابته کړې وه او له علماؤ یې غوښتي و چې د کفارو په تزویري او تبلیغاتي هڅو دې نه غولیږي او په دې غونډه کې دې له ګډون څخه منع وکړي.

د اندونیزیا د علماوو د شورا د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر محی الدین جنیدي ارب نیوز ته پدې اړه ویلي چې، طالبانو ته غونډې په تړاو غلط معلومات رسیدلي
نوموړي عرب نیوز ته ویلي؛ په دې غونډه کې دواړه طرفه وجود نه لري موږ یواځې غوښتل نظرونه ورکړو او د هغوی غږ واورو.

نوموړي ویلي دا غونډه چې ټاکل شوې وه یوه اونۍ وروسته پیل شي د روانې میاشتې تر وروستیو ځنډوو ترڅو موږ د طالبانو په سپيناوي ښه غور وکړو

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close