د اندونیزیا: یوې بحري بېړۍ کې اور لګېدو ۲۳ کسان وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱۳) زرغون خوږیاڼی

د اندونیزیا په جاکارتا سمندر کې یوې بیړۍ کې چې د ټیډونګ ټاپو ته روانه وه اورلګیدلې چې له امله يې ۲۳ کسان سوځیدلي او ۱۷ نور نادرکه شوي دي.

ویل کیږي، چې د “زهرو ایکسپریس “په نامه بېړۍ کې تر ۲۳۰ ډېر کسان سپاره وو او غوښتل یې چې  او ټیډونګ ټاپو د نوي زیږدیز کال په مراسمو کې ګډون وکړي.

په بیړۍ کې د اورلګیدلو له امله خلکو سمندر ته ټوپ کړي چې ۱۹۴ کسان ژغورل شوي او ۱۷ نور په سمندر کې ورک شوي دي.

اسوشیټد پریس خبري اژانس ته د حکومت یوه استازي د «سیپلي مادریتو» ویلي، چې  تر لسو ډیر کسان، چې په پیښه کې زیانمن شوي وو، روغتون ته لېږدول شوي دي.

له بېړنیو پېښو سره د مبارزې ادارې ویاند اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، بېړۍ تر ټاکل شوې اندازې دوه برابره ډېر کسان سپاره وو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close