د اندړو پوليس: طالبان غږونه راکوي چې تسلیم شئ کنه وژل کېږئ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۵)

د غزني ولايت د اندړو ولوالۍ پوليس او پرسونل وايي، له ډيرې مودې راهيسې د طالبانو له لورۍ سخت کلابند دي او درې مياشتې کېږي چې خپلو کورونو ته نه دي تللي.

دوی وايي، طالبان د ولسوالۍ ودانۍ ته دومره نږدې راغلي چې له هغې غاړې غږونه راکوي چې تسليم شئ کنه وبه وژل شئ زیاتوي چې مونږ له دغه حالته تر سخت روحي فشار لاندې يو او له کورنيو سره هم هيڅ ډول اړيکې نه شو نيولای.

د اندړو د پوليسو قوماندان جمعه ګل وايي، په دې اړه يې له ولايتي ادارې، کورنيو چارو وزارت او نورو اړوندو مسوولينو سره اړيکې ټينګې کړي خو چا يې غږ نه دی اورېدلی.

په عين حال کې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د يادې ولسوالۍ کلابندي مني په وينا يې تازه دغه ولسوالۍ کې نور امنيتي ځواکونه ځای پرځای شوي او د ولسوالۍ پرسونل ته اکمالات هم شوي دي.

خو د اندړو ولسوال قاسم ديسي وال د محلي چارواکو ادعا درواغ ګڼي زیاتوي پوليسو ته اعاشه نه ده رسېدلې، خوراکي توکي کم پاتې دي، په وينا يې څه موده مخکې اکمالات ورلېږل شوي و خو په لاره کې د طالبانو له لوري وسوځول شول.

دا په داسې حال کې ده چې په غزني کې يواځې اندړو ولسوالۍ نه ده چې د طالبانو تر کلکې کلابندۍ لاندې ده بلکې د دغه ولايت مقر، قره باغ، ګیرو او څو نورې ولسوالۍ هم د طالبانو تر سختې کلابندۍ لاندې دي، عسکر او د ولسواليو نور پرسونل د طالبانو د بريدونو له ډاره له ودانۍ بهر نه شي وتلی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close