د انقلاب ناخوالې!

لیکوال: فاتح غالب

 کله یې چې غنم لو شول،سپین ږیري پلار یې د پټي په پوله ورته ودرید، لور یی په بیلو تیره کاوه چې خون خوار اربک ورته راورسیده،سم  دلاسه یی پرمخ ورته څو درنې څپېړې ورکړی، اوورته یې وویل: که داځل مې د پټي په پوله ولیدې په همدې غنمو کې دې سوځوم!، سپینږیري ملاصاحب ورته دخدای روی شفیع کړ او ورته یې وویل: ګوره داجګړه زما د زامنو او ستا ترمینځ شخصي نه ده،ته د حکومت ترڅنګ د یوهدف لپاره جنګیږې او زما زامن به هم یو هدف لري، داجګړه مه شخصي کوه، نه به امریکا وي، نه  ته، او نه زما زامن؛خو دا دښمني به تر ډیره روانه وی.

 اربک خان چې یواځې یې ظلم زده و، ملاصاحب ته وویل: زه دې په داپنجابي فلسفو نه درپوهیږم، داژیره درباندې له بیخه باسم،ملا صاحب څادر په غاړه که د کور په طرف روان شو، لا خویې څو قدمه نه وو اخیستي چې د ټوپک دګیټ اواز یې ترِ غوږ شو، مخ یې ورته راوګرځاوه او دشهادت کلیمه یی وویله.

 اربک چې ماشه کشکوله بل اربک یې مخ ته ودریده ، او ورته یې وویل: اول ما ووله؟ بیا د کلي دا ملاصاحب.

 کله چې کورته راغی، دحافظ عبید اوشهید معاذ سپین سرې مور ورته وویل: څنګه وختي راغلې؟ ملاصاحب ورته ټول حال ووایه. سبا سهار یې له ځان سره واړه لمسیان له ملا صاحب نه پټ کروندې ته بوتلل او سپین سرې مورکۍ د غنمو په لو اخته شوه، اربک لکه لیونی سپی سلیدلی راورسید، د واړه لمسي په سر یې ورته توپانچه کیښوده ،اوورته یې وویل: که ته زما د تره لور نه وای! همدلته مې زربه کولې، که دا لمسی درته ګران وي نوبیا زما مخ ته رانشې،او دا لمسي به هم داسې درته زربه کړم لکه نازولی زوی دې،سپین سرې ورته ډیرې زارۍ وکړې، ګوره والله که کور کې هیڅ هم لرو،د خدای هیله ده، مکوه دا ظلم او د زوی پوښتنه  به مې هغه څوک درنه کوي چې چا پیداکړی و،او په لمسیانو مې کار مه لره بیا نه راځم خو یوه غوښتنه درنه لرم، چې غنم په پټي کې همداسې مه پریږده ته یې په خپله د کور دپاره وریبه .

ستا ماشومان خو به پرې ماړه شي،لمسیان یې له لاس نه راونیول اوله سترګو یې اوښکې راروانې وې، دکور په طرف رهي شوه،یو څو قدمه یې چی راواخیستل د شهید زوی نظر جای ته راورسیده او په چیغو چیغو یی وژړل، لمسي په اوږه لاس ورته کیښود په ماشومانه اواز یي ورته وویل: اناانا هغه ده  د موګ پټي اور واخست!،اربک د غنمو پټي ته د موبایل کمره نیولې وه او غنمو د اور ترکا کوله .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close