د انټرنيټ اکسپلورر استعمالول خطرناک دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۸)

د مايکروسافټ شرکت د امنيتي برخې مشر “کرس جيکسن” وايي، چې د انټرنيټ اکسپلورر کار کوونکي خپل ځان په خطر کې اچوي.

که څه هم د مايکروسافټ مشر د دغه اکسپلورر د کارولو کوم خطر نه دی په ډاګه کړی خو نوموړي د مايکروسافټ له اړخه ويلي، چې د دغه اکسپلورر کاروونکي دې نوی براوزر انسټال کړي او د زوړ اکسپلورر کارول دې بند کړي.

ويل کېږي، اوس مهال هم لس فيصده خلک انټرنيټ اکسپلورر استعمالوي چې دا د مايکروسافټ د نوي براوزر د کاروونکو څخه زيات دی.

مایکروسافټ د خپل نوي “ایج” براوزر په وړاندې کولو سره د انټرنيټ اکسپلورر پريښی او په هغې کې د نويو اپشنونو زياتول يې هم بند کړي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close