د انټرنيټ زیات استعمال دا لس ناروغۍ زېږوي

ډاکټر فصيح الله عمرزى

نن سبا انټرنيټ دومره عام شوی چې روغ – ناروغ، لوستی- نالوستی، نر- ښځه، زوړ- ځوان، خان- غريب، کاروال – بې کاره.. لنډه دا چې هر د خپل قيمتي ژوند ضايع کوونکى په انټرنيټ اخته دى.

د يوې نړيوالې سروې له مخې، ٣٢ سلنه وګړي له انټرنيټه سمه ګټه اخلي، پاتې یې د خپل ژوند په بيه کاروي.

که له يوې خوا روغتياپوهان انسان ته روغتيايي اسانيتاوې برابروي، له بلې خوا یې له تاوانونو د ژغورنې هڅې هم کوي.

 يوې نړيوالې سروې ښوولې چې د انټرنيټ زيات استعمال د انسان لپاره روغتيايي تاوانونه لري، چې تر ټولو دمخه انسان په انفلونزا، زکام او تبه اخته کوي.

 څېړنه ښيي، څومره چې يو استعمالوونکی زيات په انټرنيټ بوخت وي، په همغه اندازه په يادو ناروغيو اخته کېږي.

په دې څېړنه کې، چې د سوانيس او میالن په پوهنتونونو کې شوې، ویل شوي چې د اوږدې مودې په مخه انټرنيټ کارول د انسان جسمي او دفاعي سیسټم زیانمنوي.

 تر زياتو څېړنو وروسته، روغتياپوهان دې پایلې ته رسېدلي چې د انټرنيټ په زيات استعمال سره انسان په لاعلاجه ناروغيو هم اخته کېداى شي.

 په څېړنه کې ثابته شوې، هغه کسان چې څو څو ساعتونه په انټرنيت کې په لټون بوخت وي، په هغوی کې د انلفونزا د ناروغۍ خطر ډېر زیات وي، او کله چې زکام شي، په اسانۍ د ذهن د دفاعي سیسټم د کمزورۍ، د کورسټول نومې هورمونونو د زياتېدلو او د خوب د کموالي له امله د وينې د کمښت ترڅنګ د کم خوراکۍ سره هم مخ کېداى شي، چې درملنه یې بيا ډېره ګرانه تمامه شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close