د اوبو له کمښت سربیره سږکال بیا هم د کندهار د انګورو حاصلات ښه دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۶)

د کندهار ځایي چارواکي او د سوداګرۍ خونې مسؤلین وایی، له دې سره سره چې سږکال په کندهار کې اوبه تر بل هر وخت کمې شوې او سختې وچکالۍ یې فصلونه ځپلي، خو بیا هم د انګورو حاصلات تر بل هر وخت ښه دي.

مسؤلین وایي، اټکل کوي، چې سږکال به پاکستان او هند ته شاوخوا ۲۰ زره ټنه انګور صادر کړي، چې ۱۲ زره یې اوس رسیدلي.
دوی د حاصلاتو د ډیرښت دا ښیي، چې سږ کال د کندهار د انګورو باغونه له ناروغیو او طبیعي آفتونو سره نه دي مخ شوي.

سوداګر وایي چې اوس یې کاروبار له دې کبله هم ښه شوی چې انګور د لرګینو کریټونو پرځای په پلاستیکي هغو کې بهر ته انتقالوي او د انتظار پر مهال یې په سړو خونو او یخچالونو کې ځای پر ځای کوي.
سوداګر وایي، یو لرګین کریټ ورته په ۱۲۰ افغانۍ تمامیده چې اوس یې پرځای یو پلاستیکي کریټ په ۶۰ افغانۍ رانیسي.
دوی زیاتوي، هرکریټ انګور چې پاکستان ته رسوي له ۱۵۰۰ نیولې بیا تر ۲ زره کلدارو یې پلوري.

سوداګر وايې؛ سږ کال تر دې مهاله د انګورو او نورو مېوو د صادراتو په برخه کې له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.

سوداګر له حکومت څخه غواړي چې د اوبو د کمښت ستونزه دې ورحل کړي په کندهار ښار او ولسوالیو کې دې د باران د اوبو د زېرمه کولو لپاره واړه او لوی بندونه جوړ کړي څو تر ځمکې لاندې د اوبو کښته شوې کچه بیرته لوړه شي او د دوی کښتونه او د میوو باغونه یوځل بیا حاصلات زیات کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close