د اوربند اختر مو مبارک!/ خالد روان

په افغانستان کې پوره څلوېښت کاله پرله‌پسې جگړه شوې. د ظاهرشاه او د شهید سردار داوودخان یو جوړ افغانستان په کنډواله بدل شو. میلیونه خلک له خپل خواږه هېواده مهاجر شول، دوه نیم میلیونه هېوادوال مو یوازې د روسانو د یرغل پرمهال شهیدان، معلول او حتا مړي ـ ژوندي یې ورک شول. لا هم میلیونونه خلک له هېواد بهر د کډوالۍ شپې ورځې تېروي. په پاکستان او ایران کې اوس هم میلیونه افغانان پراته دي او په افغانستان کې روان جگړه‌ییز وضعیت یې نه راپرېږدي، چې بېرته راوگرځي.

خلقیانو «د کور، کالي، ډوډۍ» په پلمه یو قوي نظام ته ښکرونه اړم کړل او د نظام بېخونه یې وویستل. وروسته یې روسان راوغوښتل. نه کور، کالي، ډوډۍ خلکو ته ورکړل شوه، بلکې خلک یې د پولۍ ټک ته کېنول. مجاهدینو د روسانو له وتلو وروسته د کابل هغه ځایونه هم ړنگ کړل، چې لږ له جگړې خوندي پاتې وو. جمعیت اسلامي، جنبش اسلامي، حزب اسلامي، حزب وحدت او نورو اسلامي حزبونو یوازې د واک او گدۍ له‌پاره کابل  لوټې ـ لوټې کړ.

د طالبانو له راتگ وروسته یو ځل بیا په خلکو کې ساه وچلېده. په ټول افغانستان کې نسبي امنیت وو. یوازې  شمال ټلوالې مقاومت کاوه. طالبانو په وروستیو کلونو کې د شمال ټلوالې غم هم خوړلی و؛ خو د امریکا له یرغل وروسته ټول افغانستان سور اور ونیوه.

د امریکا له زرگونو عسکرو سربېره بیا هم خلک په کابل کې د امنیت د خوندیتوب ډاډ نه لري، بلکې هر ځای وېره او د ژوند د پای ډار شته. امریکا په تېرو اوولس کلونو کې پر طالبانو ټول زور وازمایه؛ خو طالبان کمزوري کېدل نه، بلکې ورځ تر بلې صفونه ډېرېږي او له حکومت نه ولسوالۍ نیسي.

تېره ورځ د حکومت له لوري اوربند پیل شو او د اختر له لومړۍ ورځې سره سم د طالبانو اوربند هم پیل شي. دغه اختر د تېرو اوولس کلونو څخه جلا دی؛ ځکه په دغه اختر کې د جګړې ښکېلې خواوې ډزې نه کوي او خلک به تر درېیو ورځو پورې د ارام ساه واخلي.

د روژې په دې ګرمو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلک د اوربند هرکلی کوي او د خوښۍ جنشنونه نمانځي. آن خلک له دواړو لوریو غواړي چې دغه اوربند تر درېیو میاشتو پورې وغځوي او په دغه موده کې دې د جگړې ښکېلې خواوې د سولې مخامخ خبرې پیل کړي او د امریکایانو او ناټو د وتلو له‌پاره دې لاره هواره کړي.

یو روایت داسې دی، چې په فضا کې د «هُما» په نامه مرغه اوسېږي. دغه ډېر اوچت دی او ځمکې ته تر مرگه نه راښکته کېږي. هُما ځاله نه جوړوي او هگۍ یې په فضا کې بچي شي او بېرته پورته ولاړ شي. د هُما مرغه په اړه به دغه جوړ شوې کیسه یا رښتیا وي او یا هم سوچه دروغ، خو د افغانستان سوله ممکنه ده. دلته سوله د هُما مرغه نه دی. دلته ټوله کیسه یوازې امریکایانو ته معطله ده. امریکایان دې نور شف ـ شف نه کوي او زغرده دې ووايي، چې نور له افغانستان وځو او تاسې پوه شه، حکومت مو، طالبان مو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close