د اورپا ځپونکی سلیمان قانوني

عبد الله صدیقي

د اسلام تاریخ له ډیرو زړورو او نامتو کسانو نه ډک دی، عثماني خلافت چې د اموي او عباسي خلافت نه وروسته دریم اسلامي خلافت و، ډیر داسی کارونه یی کړي چې د اسلام نوم او برم پکې خوندې ساتل شوي و.

عثماني خلافت په دریو براعظمو حکومت کاوه اسیا، اروپا او افریقا او خورا قوي حکومت و، آن تر دې چې امریکایانو هم دوی ته باج ورکاوه.

د عثمانی خلافت بادشاهانو د اسلام د خپرولو او د مسلمانانو په متحد ساتلو کې نه ستړی کیدونکی هڅې کړي، په دغو بادشاهانو کې دسلیمان قانونی نوم ډیر ځلیدلی دی.

نوموړی یو لوی نظامی، دیني او ادیب امپراتور و له علم او جهاد سره یې زیاته مینه درلوده.

دخپل خلافت په دور کې يې وکولای شول چې اروپایان ښه وځپې، او ډیرې سیمې ورنه ونیسي.

سلیمان قانوني، چې په سلیمان اول هم مشهور دی په کال 1495م کي زیږیدلی او په کال 1520 کې خلیفه شو او تر 1566م پورې د خلافت په منصب پاتې شو تقریبا 48 کاله د مسلمانانو خلیفه و، په عثمانی خلافت کې تر ده اوږده بادشاهی بل کوم بادشاه نه ده کړی.

د عالمانو او فقهاؤ سره یی زیاته مینه درلوده، او د وقار او جديت لرونکي شخصيت و

د خپل خلافت پر مهال ېې غښتلې قلعه ګانی جوړې کړې، څو د عیسایانو مخه پرې ډپ کړي،

ډيرې اسلامي ښارونه یی لکه بغداد، استنبول، په جوماتونو اوبو نهرونو او پلونو سره ښکلی کړل او د مکی مکرمې، مدینې منورې او بیت المقدس ښارونو ته یی زیاته پاملرنه وکړه ځکه دا درې ښارونه مسلمانانو ته زیات سپيڅلي دي.

په قانون، ادب، هنر، انجینرۍ رغاونې او هم په فتوحاتو کې د قانوني نوم ځلیدلې دی.

نوموړې د صربستان پلازمېنه بلګراد په کال 1521م کې تر خپلې ولکې لاندې راوستله همدا راز د مجارستان قلعه ګانې يې ماتې کړي او په کال 1526م کې ېې د موهاس د معرکې نه وروسته د رودس جزیره فتحه کړه، چې د عیسایانو یو مقدس مرکز و.

نوموړي وتوانید چې د اطریش مرکز ویانا هم کلابند کړي خو ژمی راغی او کلابندې یی پاې ته  ورسوله.

په کال 1538م کې يې یمن تر خپلې ولکی لاندې راوست، او سره بحیره یی تر باب مندب تنګی پورې ونیوه

د اطریش د نیولو او د پرتګال، هسپانیې د ځپلو لپاره یی له فرانسې سره يوه معاهده وکړه، بغداد یې له صفوي شیعه ګانو نه خلاص کړ، بالآخره د صفویانو مرکز تبریز ته هم ور ننوت.

په خپل وخت کې یی ډیر قوانین وضعه کړل او له همدې کبله ورته قانوني ویل کیږي.

په استانبول کې يې د سلیمانیه او سلیمیه جوماتونه جوړ کړل، چې تر اوسه موجودې دي، په بغداد کې یې د امام ابو حنیفه او په قونیه کې يې د مولانا جلال الدین رومی بلخی روضې ورغولې.

همدا راز يې د بیت المقدس او د بیت الله دیوالونه له سره په درسته طريقه ورغاول.

سلیمان قانونی په مجرستان کې د جهاد په سنګر کې د رنځورۍ له امله په حق ورسید.

د وفات ورځ يې پر اروپايانو د اختر ورځ وه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close