د اوکراين ولسمشر: احتمال شته چې روسيې سره جګړه ونښلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۷)

د اوکراين ولسشمر پترو پروشنګو وايي، چې روسيې د اوکراين پر پوله خپل نظامي حضور پرخه کړی او لا هم د پوځيانو او وسلو ډيرولو ته دوام ورکوي چې دا کار د اوکراين او روسيې تر منځ د احتمالي جګړې د پېښېدو لامل کېدلای شي.

نوموړي دغه څرګندونې تيره ورځ د خپل هېواد د ملي امنيت شورا غونډې ته وکړې زياته يې کړه چې (د اوکراين سره پر پوله د روسيې په مرکزونو کې د پوځي ټانګونو شمير درې برابره او عسکر يې هم څو له مونږ زيات کړي دي).

ولسمشر پروشنګو د خپلو استخباراتي سرچينو په حواله وويل، چې روسيې د کراسنودار سيمې (ازوف) او د کريميا په ټاپو کې خپل پوځي حضور او جنګي قطعات درې برابره او جنګي کښتې زياتې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د يوې بشپړې جګړې خطر موجود دی.

د انټرفاکس خبري اژانس په راپور کې راغلي، روسيه غواړي چې د دسمبر مياشتې تر پايه پورې د s-400 ډوله دافع هوا سستم کريميا ته انتقال او هلته فعال کړي.

د روسيې او اوکراين تر منځ وروسته تر هغې د احتمالي جګړې راپورونه ورکول شول چې د تيرې یکشنبې په ورځ روسي ځواکونو په تور سمندرګي کې او کريميا ټاپو ته څېرمه په اوکرايني کښتيو ډزې وکړې او د هغه هېواد د سمندري ځواک یو شمير غړي يې بنديان کړل چې لا هم روسي عسکرو دي.

د روسيې له خوا د اوکرايني پوځيانو له نيولو وروسته د اوکراين پارلمان لا د دوشنبې په ماښام د هيواد په ځینو برخو کې د يوې مياشتې له پاره د پوځي قوانينو د نافذولو پريکړه وکړه.

تر دې وړاندې ويل کېدل چې د امريکا ولسمشر ټرمپ به د G-20 هېوادونو د سرمشريزې په څنډه کې له خپل روسي سيال ولاديمير پوټین سره هم ويني خو د اوکراین او مسکو تر منځ د وروستۍ شخړې له رامنځته کېدو وروسته ټرمپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي چې کیدای شي دا لیدنه کتنه ونه شي ځکه چې (زما تيری نه خوښیږي او دا ډول تيری د منلو نه دی).

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close