د ايمان مسائل (نهمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د ايمان اصول

ايمان يوه داسې عقيده ده چې په اصولو باندې بناء دی چې هر اصل يې د هغه لپاره د د ډبرې د بنسټ حيثيت لري چې په اصولو باندې يې تصديق، اذعان او اعتراف د فرعو د تصديق او اقرار لپا ره هم مستلزم دى چې ايمان د اوګونو اصولو لرونکى دى چې هر اصل خپل فروع لري.

(١) د الله تعالى په وجود، ذات او صفاتو کې په وحدانيت باندې تصديق او اقرار د ايمان  له اصولو څخه يو اصل دى، اما په دې باندې تصديق او اقرار چې الله تعالى عالم، بصير او سميع دى او همدا شان نور صفات د همدې اصل فرع دي چې د ذات په وجود باندې له حکم کولو وروسته د هغه په صفاتو باندې حکم کيږي، نو لهذا د الله تعالى په صفاتو باندې ايمان د الله تعالى په ذات باندې د ايمان فرع ده (يعنې اصل ايمان د الله تعالى په ذات دى او په صفاتو ايمان د هغه فرع دى).

(٢) د ملائکه ؤ (فرښتو) په وجود باندې تصديق او اقرار د ايمان له اصولو څخه يو اصل دى، اما د فرښتو په کرامت او عبديت باندې اقرار او تصديق د لومړي حکم  فرع او اخراج شده دى.

(٣) ايمان (تصديق او اقرار) په هغو کتابونو چې د الله تعالى له لوري په پيغمبرانو علیهم السلام باندې را نازل شوي د ايمان اصل دى، اما د پخوانيو کتابونو په نسخ  او د قرآن کريم په نه منسوخ توب باندې ايمان او حکم د لومړي  حکم فرع دی.

(٤) ايمان (تصديق او اقرار) د پيغمبرانو علیهم السلام په رسالت باندې د ايمان اصل دى، اما د هغوى په معصوميت باندې ايمان او حکم د لومړي حکم فرع دی چې د دې بناء په هغه باندې شوې او په اول (لومړي) حکم  پورې موقوف دی.

(٥) ايمان (تصديق او اقرار) په بعث بعدالموت باندې (پس له مرګه ژوندون)  اصلي حکم دى او د ايمان اصل دى، اما په حشر او نشر باندې تصديق او ايمان  د لومړي حکم فرع دی.

(٦) په قدر باندې ايمان راوړل د ايمان له اصولو څخه دى چې د حکم مدار په قضاء او قدر باندې دى چې هغه يې فرع دی .

٧ : ايمان (تصديق او اقرار) د آخيرت په ورځ د ايمان له اصولو څخه يو اصل دى،  اما په ميزان، حساب او د قيامت ټول احوال د هغه فرعي احکام دي چې د اصل له حکم څخه وروسته په هغو باندې حکم صورت نيسي.

)او اراد باليوم الاخر جميع احوال القيامة وما بعدها من المثوبة والعقوبة ثم خص منها البعث للحشروالنشرفانه اول ما فيه نزاع اهل الکفر ولانها تشتمل على اصول الايمان التفصيلي( .

ژباړه : او يا د مؤمن به په اصولو کې  په يوم الاخرة سره ټول احوال د قيامت او د مابعد يې مراد کړي دي (يعنې د قيامت ټولو احوالو ته شامل دى) لکه حشر، نشر، حساب، ميزان، ثواب ( اجر) عذاب وغيره چې وروسته يې بعث د حشر او نشر لپاره خاص کړ ځکه چې بعث لومړى هغه شى دى چې کفارو پکې نزاع او اختلاف کړى (له هغه څخه منکر شول او هغه يې عقلا محال وګڼلو) نو له همدې امله د هغه ذکر جلا او مستقل وشو او يا دا چې د بعث اختصاص له دې امله دى چې د ايمان  په  تفصيلي اصولو کې  شامل دى ([1]).

 ([1]) تنوير المجاهدين، څلورمه برخه، عقيدوي مسايل، بحواله : ملاعلي قاري، ص : ١٢.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close