د ايمان مسائل (ديارلسمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

آيا په امت محمدي کې غير مسلم هم شامل دي؟

پوښتنه : آيا په امت محمدي کې غير مسلم هم شامل دي؟ ځينې خلک وايي چې امت محمدي ته د مغفرت دعا کول نه دي پکار، بلکې داسې ويل پکار دي چې امت مسلمه ته مغفرت وکړې، ځکه چې کافر هم په امت محمدي کې داخل دي؟.

ځواب : د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم امت په دې اعتبار سره کافرانو ته هم شامل دى چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دعوت او د رسول الله صلی الله عليه وسلم پيغام د هغوى لپاره هم دى، مګر کله چې د امت محمدي لفظ وويل شي نو مراد له دې څخه هغه خلک دي کومو چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم دعوت ته لبيک ويلى، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د پيغام تصديق يې کړى او په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې يې ايمان راوړى، له همدې امله د امت محمدي په حق کې دعا کول بيخي صحي دي، او دځينو خلکو دا خبره چې امت محمدي ته دعا کول نه دي پکار غلطه او بې ځايه دى ([1]).

شرک څه شى دى؟

مسئله : شرک ويل کيږي د الله تعالى جل جلاله په ذات او صفاتو کې د بل څه شريکولو ته، په ذات کې د شرک کولو معنى دا ده چې دوه يا درى خدايان مني، لکه عيسايان چې د دريو خدايانو د منلو له امله مشرک دي، او لکه آتش پرست چې د دوو خدايانو د منلو له امله مشرک دي، او لکه بت پرست چې بت يې خداى منلى او په دې سره مشرک شوي دي :

په صفاتو کې د شرک کولو معنى دا ده چې د خداى تعالى جل جلاله د صفاتو په څير د بل چا لپاره کوم صفت ثابت کړي، دا شرک دى، ځکه چې په هر مخلوق کې هغه که فرښته دى که نبي دى، ولي دى که شهيد دى، پير دى که امام دى، د الله تعالى جل جلاله د صفتونو په څير هيڅ صفت نشي درلودلاى.

شرک في القدرت ديته ويل کيږي چې د الله تعالى جل جلاله په څير د قدرت صفت د بل چا لپاره ثابت کړى شي، لکه فلانى پيغمبر، ولي، شهيد يا بل څوک اوبه ورولاى شي، زوى يا لور ورکولاى شي، مرادونه پوره کولاى شي، يا يو چا ته د ګټې يا زيان په رسولو باندې قدرت لري، دا ټولې خبرې د شرک دي ([2]).

 د عبادت کولو طريقه څه ده؟

پوښتنه : د عبادت کولو طريقه څه ده؟

ځواب : د عبادت کولو ډيرې طريقې دي :

(۱) لمونځ کول.

(۲) روژه نيول.

(۳) زکوة ورکول.

(۴) حج کول.

(۵) قرباني کول.

(۶) اعتکاف کول.

(۷) خلکو ته د نيکو خبرو کول.

(۸) د خلکو له بدو کارونو څخه منعه کول.

(۹) د مور پلار، استاذانو او لويانو عزت او احترام کول.

(۱۰) د مسجد (جومات) جوړول.

(۱۱) د ديني مدرسې چلول.

(۱۲) د ديني علم زده کول.

(۱۳) بل ته يې ورښودل.

(۱۴) د ديني علم له حاصلونکو سره کومک کول.

(۱۵) د خدای تعالی په لار کې د خدای تعالی له دښمنانو سره جنګ کول.

(۱۶) د بيچاره خلکو حاجت پوره کول.

(۱۷) وږيو خلکو ته خوراک ورکول.

(۱۸) تږيو خلکو ته اوبه ورکول

(۱۹) او له دې پرته د ټولو داسې کارونو کول کوم چې د خدای تعالی له حکم او مرضي سره برابر وي ټول په عبادت کې داخل دي او همدغو کارونو ته اعمال صالحه ويل کيږي ([3]).

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ٦٨، بحواله : تفسير کبير، ج : ٨، ص : ١٧٩، سورة آل عمران، آيت : ١١١.

([2]) مسايل رفعت قاسمي، ٦ : ١٦، بحواله : تعليم الاسلام، ج : ٤، ص : ٢، آپکى مسايل اور انکا حل، ج : ١، ص : ٤١.

([3]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه، ص : ١٨.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close