د ايمان مسايل (۴۰ مه برخه) – آيا اهل بدعت ته اهل کتاب ويل روا دي؟ –

آيا اهل بدعت ته اهل کتاب ويل روا دي

پوښتنه : موجوده مشرکين، يعنې کوم خلک چې رسول الله صلی الله علیه وسلم عالم الغيب، مختار کل او وغيره مني، او د يهودو په څير په آسماني دين کې تاويلات او تحريفات کوي او د اسلامي عقايدو د بدلولو مرتکبين هم دي، نو څه لامل دى چې دوى په يهودو، نصارى ؤ او نورو اهل کتابو باندې نه قياس کيږي، سره له دې چې علت په دواړو کې يو شانته دى؟.

ځواب : د غلطو تاويلاتو په ذريعه له حق عقيدې څخه انحراف کونکو ته اهل کتاب نه ويل کيږي، بلکې اهل بدعت ورته ويل کيږي، بيا بدعت په دوه ډوله دى : يو هغه دى چې د کفر حد ته رسيدلى وي، بل هغه دى چې نه وي رسيدلى، د کوم کس بدعت چې د کفر حد (اندازې) ته رسيدلى وي، د هغه حکم د زنديق او د مرتد دى، او له هغه سره د هيڅ مسلمان نکاح روا نه ده، مګر د چا بدعت چې د کفر اندازې ته نه وي رسيدلى، له هغه سره خو نکاح روا دى، مګر منع دى، او قياس حق مجتهد لره دى ([1]).

د معصيت معنی څه ده

پوښتنه : د معصيت معنى څه ده؟

ځواب : د معصيت معنی ده نافرماني کول، حکم نه منل، په کومو کارونو کې چې د خدای تعالی له احکامو نافرماني وي هغه ته معصيت او ګناه ويل کيږي!

ګناه کول ډيره بده خبره ده، د خدای تعالی غضب، ناراضي او عذاب د ګناه له وجهې وي، په ګناهونو کې تر ټولو لويه ګناه کفر او شرک دی، کافر او مشرک به هميشه په دوزخ کې اوسي، د کافر او مشرک شفاعت به هيڅوک نه کوي، په قرآن مجيد کې الله تعالی فرمايي ( مشرک ته مونږ هيڅکله بخښنه نه کوو) ([2]).

د قرآنکريم د مچ کولو حکم

پوښتنه : يو شمير خلک قرآنکريم له خلاصولو دمخه مچ کوي، د دې ثبوت په کوم کتاب کې شته دى او که نه؟.

ځواب : د قرآنکريم مچ کول روا دي، که له خلاصولو دمخه وي او که وروسته وي، له حضرت عبد الله بن عمر  رضي الله عنه څخه دا عمل ثابت دى ([3]).

ګناه کوونکی انسان مسلمان کيدلی شي او که نه

پوښتنه : ګناه کونکی انسان مسلمان کيدلی شي او که نه؟

ځواب : څوک چې داسې ګناه وکړي چې کفر او شرک پکې وي هغه مسلمان کيدلی نشي، بلکه هغه کافر او مشرک وي او څوک چې د بدعت کار وکړي هغه خو مسلمان دی مګر د هغه اسلام او ايمان ډير ناقص دی، داسې کس ته مبتدع او بدعتي ويل کيږي، که څوک له کفر، شرک او بدعت څخه پرته بله کومه ګناه کبيره وکړي هغه هم مسلمان خو دی مګر ناقص مسلمان دی او داسې کس ته فاسق ويل کيږي ([4]).

په دعاء کې توسل

پوښتنه : په يو شمير ليکنو کې داسې توري تر سترګو کيږي :

(١) حضرت مجدد الف ثاني د قبرونو له مچ کولو څخه منع کړې، مګر له اهل قبورو څخه يې د مرستې غوښتل روا ګڼلي ([5]).

(٢) توسل : کوم چې له احاديثو څخه ثابت دى دا دى چې له الله تعالى جل جلاله څخه غوښتنه وکړي چې د فلاني مقبول ‌بنده په برکت زما فلانى حاجت پوره کړې ([6]).

(٣) په قبر باندې په ولاړه د فاتحه ويل پکار دي ([7]).

پوښتنه دا ده چې که چيرته زيد د کوم بزرګ مزار ته حاضر شي، په ولاړه فاتحه ولولي او داسې دعا وکړي : اې الله ! زما دغه دعا د خپل دغه خاص بنده په توسل يا طفيل قبوله کړې، د زيد يقين دى چې په دغه قبر کې د ويده بزرګ په برکت دعا ضرور قبليږي، آيا د زيد دغه فعل سره له همداسې عقيدې د شريعت محمدي له مخې صحي دى؟.

ځواب : که چيرته دغه بزرګ داسې وي د کوم په بزرګي چې دليل قايم وي نو د داسې دعا کولو ګنجايش هم شته دى چې : اې الله ! د خپل دغه خاص بنده په طفيل يا توسل سره زما دعا قبوله کړې، مګر مناسبه او احوط دا ده چې تخصيص ونکړى شي ([8]).

په تسپو باندې د ذکر کولو حکم

پوښتنه : يو شمير عرب خلک وايي چې په تسپو باندې د ذکر کولو هيڅ حقيقت نشته او ثابت هم نه دى، په ګوتو باندې شمار کول ثابت دي، همدا رنګه يو شمير خلک د تسپو ويلو په وخت کې خبرې هم کوي او تسپې هم شماري، آيا دا ذکر دى؟.

ځواب : له شک پرته ذکر د اسلام په دين کې يو مهم عبادت دى، په ګوتو باندې يې وکړى، په تسپو باندې يې وکړى، يا همداسې ځانونه عادتي کړى، البته د تسپو يوه ګټه دا هم ده چې په لاس يا جيب کې وي نو د ذکر لوري ته سړى متوجه کوي، ځکه خو د (مذکره) يعنې د ور په ياد کيدونکي شي په نامه هم ياديږي، شريعت له دې څخه منع نه ده کړې، بلکې امام ابو داؤد رحمه الله  با قاعده باب راوړى کوم چې په (تسبيح بالحصاة) سره نومول شوى ([9]).

له کفر، شرک او بدعت څخه پرته نور کوم کوم ګناهونه دي

پوښتنه : له کفر، شرک او بدعت څخه پرته نور کوم کوم ګناهونه دي؟

ځواب : له کفر، شرک او بدعت څخه پرته نور ډير ګناهونه شته دي، لکه دروغ ويل، لمونځ نه کول، روژه نه نيول، زکوة نه ورکول، له مال او طاقت سره حج نه کول، شراب څښل، غلا کول، زنا کول، غيبت کول، د دروغو ګواهي ورکول، په ناحقه د يو چا وهل ټکول، چغلي کول، ټګي کول، د مور پلار او استاذ نافرماني کول، په خپلو کورونو او کوټو کې د عکسونو لګول، په امانت کې خيانت کول، نور خلک سپک او ذليل ګڼل، کنځل کول، ګډا ته کتل، سندرې ويل، سود اخيستل او ورکول، ږيره خرئيل، پايڅې د پندو لاندې ساتل، بې ځايه مصرف کول، لوبو، تماشو او سينماګانو ته تلل، له دې پرته نور بې شميره ګناهونه شته دي کوم چې په لويو لويو کتابونو کې بيان شويدي او تاسو يې هلته لوستلی شی ([10]).

د بدعت ډولونه

پوښتنه : بدعت په څو ډوله دى او بدعت حسنه په کوم ډول بدعت کې داخل دى؟ همدا ډول د بدعت حسنه تعريف هم راته بيان کړى، او دا راته بيان کړى چې د مدارسو جوړول يا د الصلوة والسلام ويل بدعت دي او که نه؟ آيا د همدې دواړو حکم يو دى؟.

ځواب : بدعت په دوه ډوله دى، يو بدعت شرعيه، دويم بدعت لغويه، بدعت شرعيه دا دى چې يو داسې شى په دين کې داخل کړى شي کوم چې په کتاب، سنت، اجماع او قياس سره ثابت نه وي، دا بدعت د تل لپاره بدعت سيئه وي، او دا ګوا که د شريعت په مقابل کې د يوه نوي شريعت جوړول دي.

د بدعت دويم ډول هغه شى دى د کوم وجود چې د حضرت رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې نه وه، لکه د هرې زمانې ايجادات، چې په هغو کې يو شمير شيان مباح دي، لکه په هوائي جهاز کې سفر کول او داسې نور، او په همدغو شيانو کې چې کوم يو د بل مستحب لپاره ذريعه وي نو هغه مستحب دى، او کوم شى چې د يوه واجب امر لپاره ذريعه وي هغه واجب دى، د بيلګې په توګه له صرف نحو او نورو علومو پرته په کتاب او سنت باندې پوهيدل ممکن نه دي، نو له همدې امله د همدغو علومو زده کول واجب دي.

همدا ډول د کتابونو تصنيف، د مدرسو جوړول، چونکه د علم د زده کولو او ور ښودلو ذريعه دي او د دين تعليم او تعلم فرض عين يا فرض کفايه دى، نو کوم شيان چې بذات خود مباح دي او د ديني زده کړو لپاره ذريعه او وسيله دي، هغوى هم ضروري دي، هغوى ته بدعت ويل د لغت په اعتبار سره دي، که نه نو دا په سنت کې داخل دي، له دې تفصيل څخه معلومه شوه چې د مدرسو په جوړولو باندې د الصلوة والسلام د بدعت قياس کول غلط دي ([11]).

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ٤٤١، بحواله : المسوى لشاه ولي الله، ج : ٢، ص : ١٣٠، موسوعة نضرة النعيم، ج : ١، ص : ٤٥٨٥ – ٤٥٨٧، مرقاة شرح مشکوة، ج : ١، ص : ١٤٨، باب الايمان بالقدر، الفصل الثاني.

([2]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ١٨.

([3]) فتاى عباد الرحمن، ١ : ٢٢٢، بحواله : الدرالمختار، ج : ٦، ص : ٣٨٤.

([4]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٢٣.

([5]) مجدد اعظم، مصنفه محمد حليم صاحب، مکتبه دينيات دهلى، ص : ١١١.

([6]) اصلاح الرسوم، مصنفه حکيم الامت، ص : ١٣٥.

([7]) نظام، کانپور، ماه جنوري، سنه ٦٤ ع، ص : ٣٨.

([8]) فتاوى محموديه، ١ : ٥٧٨، بحواله : روح المعاني، ج : ٦، ص : ١٢٨، المائدة، آية : ٣٥.

([9]) فتاوى عباد الرحمن، ١ : ٢٢٤، بحواله : الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٤٢١.

([10]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٢٢.

([11]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ٤٣٨، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٥٦٠، مطلب البدعة خمسة اقسام، جامع العلوم والحکم لابن رجب الحنبلي، ص : ٢٣٣، فتح الملهم، ج : ٢، ص : ٤٠٧.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close