د اُحد غر: مولوي محمد علیم بسمل

کابل ټکی کام ۹ زمري ۱۳۹۴

د احد غر خو ژوندی دی د احد غر صحابي دی

پاک رسول یې دی ساتلی مجاهد دی انصاري دی

دا غر زړه لري مین دی مدینه کې یې جانان دی

په جانان باندې چې ګران ؤ نو په مونږ باندې هم ګران دی

د دنیا د فیض ډېوه ده جماداتو کې بلال دی

د خپل عشق له برکته له انسانه سره سیال دی

د قیامت په ورځ به پروت وي د جنت په دروازه کې دی

حساب زما په فکر عشره مبشره کې حجر هم جنت ته بیایي،

مدر هم جنت ته بیایي د محبوب له مینې ځار شم چې غر هم جنت ته بیایي

خدایه کاشکې زما زړه هم یوه تیږه دې احد وای

د احد د غره لمن کې زه هم تیږه د احد وای

کوم انسان چې لېونی شي، شي روان غرونو ته خیږي

زه بسمل لېونی نه یم خو احد ته مې زړه کیږي –

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close