د اچين پر ولسوالۍ د داعش بريد

کابل ټکی کام۰۷میزان/۱۳۹۴

راپور: انصار

څه موده چې په ننګرهار کي د داعش د ډلې پر خلاف د بمباريو راپورونه ورکول کيدل، په سيمه کې يو څه ارامي وه خو يوځل بيا په ننګرهار شينوارو کې داعش په بريدونو پيل وکړ ځايي چارواکي وايي  داعش وسله والو نن ګهیځ د اچین ولسوالۍ په عبدالخیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي، د اچین ولسوال حاجي غالب وايي برید نن سهار وختي پیل شو، چې وايي اوس د دواړو لوریو تر منځ جګړه یو څه سړه شوې ده، خو په وینا یې داعش وسله والو ته په دغه نښته کې درانه تلفات اوښتي دي، چې ځايي اوسيدونکي هم د داعش د تلفاتو په اړه د ولسوال وينا تأیيد کړې ده.

ځايي چارواکو ويلي دي چي داعش ډلې ته تر ١٨تنوزياته مرګ ژوبله اړولې ده.

د سیمې اوسیدونکي وايي امبولانسونه یې لیدلي دي، چې د اچین ولسوالۍ روغتون ته یې ټپیان لېږدول، افغان چارواکي وايي، چې دا دویم ځل دی چې افغان امنیتي ځواکونه له داعش وسله والو سره په نښته کې ښکېل شوي دي، له دې څخه څو ورځې مخکې د افغانستان ملي امنیت ادارې ویلي وو، چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې او دغه راز د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د داعش ډلې لږ تر لږه ۸۵ کسان وژل شوي دي، د دغې ادارې پر رسمي فېسبوک پاڼه ویل شوي وو، چې د تلې میاشتې په پنځمه نېټه د یادې ډلې وسله والو اچین ولسوالۍ کې د سرحدي او محلي پولیسو پر پوستو د سپکو او درنو وسلو بریدونه کړي وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close