د اکتوبر اوومې زما اکا د پنجاب کوڅو ته مجبوره کړ!

خالد ځدراڼ

زما اکا عید ګل د پکتیکا ولایت په زیړوک ولسوالۍ کې یې یوه کېږدۍ درلودله. د نوموړي تقريبا پنځوس پسونه رمه هم وه، ژوند یې له خپلې کورنۍ سره په یوه وړه کېږدۍ کې ښه په خوشخالۍ سره تېریده.

زما اکا او د هغه ۹ کلن زوی عتیق الله به د زیړوک په شنو غرونو کې خپله د پنځوسو پسونو رمه د څار لپاره هر سهار بوتله او مازیګر ناوخته به بېرته د کېږدۍ په طرف ستړي ستومان راغلل.

نه پوهېږم د اکتوبر تر اوومې به څو مياشتې وروسته وه، خو یوه ورځ وه، عیدګل کاکا او د ده زوی عتیق الله په رمه پسې غره ته تللي وو. مازیګر وخت و چې د امریکایي ځواکونو خونخوارې الوتکې راغلې، له شور څخه یی شنه غرونه لړزېدل. تر یو څه وخت ګرزېلو وروسته یې د زړه بړاس وویست، درز يې نه و سم مرګ وو، ته به وایې ټوله دنیا وچاودېده.

عیدګل کاکا د الله اکبر چیغه وکړه. عتیق الله ته يې وویل بچیه بمبار یې کومې خوا ته وکړ؟

عتیق الله په وړه ژبه ورته وویل بابا وینې؟ زموږ د کور طرف لوګي جګېږي!

دعیدګل ډېر ځیرک انسان و زړه کې څړیکه تېره شوه. ویل يې خدای مه کړه زموږ کېږدۍ یې نه وي بمبار کړې. په رپېدلو شونډو یې خپل زوی ته وویل: بچیه ته په منډه رمه د کور په طرف راوله، زه ځم هسې نه هلته څه پېښ وي.

عتیق الله د دې خبرې په اورېدو په ژړا شو.

عید ګل کاکا چې د کوچني زوی ژړا ولیده، په زوی باندې یې د پاتې کېدلو زړه ونه شو، او بيا یې ورته وویل: سمه ده ژاړه مه! راځه رمه پرېږده، یو ځل کور ته درومو.

بچی یې غلی شو. دواړه د کېږدۍ په طرف په تېښته شول. تر یو څه مزل وروسته په ډېره ستړیا کې کور ته ورسېدل. چې ګوري، پر کېږدۍ یې لمبې بلېږي. ۴ واړه ماشومان یې سکاره شوي وو. کېږدۍ له خاورو سره خاورې وه، ځوانه ښځه يې، چې په پخلنځي کې یې د ماښام لپاره دوی ته ډوډۍ تیاروله، له کېږدۍ لږ لیرې وه خو هغې ته هم د بمونو بڅري وررسېدلي وو او هغلته شهیده پرته وه.

خدای خبر د عید ګل کاکا او د کوچني زوی په زړونو کې به يې څه تېرېدل؟ څومره چیغې به یې وهلې وي؟ د چا چا راتلو ته به یې انتظار کړی وي؟ خو د کلي خلک چې وررسېدلي وو، هغوی ویل عتیق الله له ډېرې ژړا د مور په سینه ویده و او عید ګل کاکا د ماشومانو سکاره شوي بدنونه سره یوځای ته کول.

زموږ کور ته هم د شپې ناوخته تلیفون راغلی او له یادې پېښې یی خبر کړو. سخت ودردېدو. سهار ور روان شوو. له خوسته زیړوک ولسوالۍ ته تقریبا ۴ ساعته مزل دی. غرمه مهال خپل پلارني کلي ته ورورسېدلو. جنازې تیارې وې، جنازه مو وکړه. هر خواته درد وو، ژړا وه، د عیدګل د کوچني زوی چیغو به ټول کلیوال ژړول.. لنډه دا چې د محشر ورځ وه.

دا ورځې تیرې شوې. د وخت ولسمشر حامد کرزی و، عید ګل کاکا د خپل کلي د مشرانو په ملاتړ د ولسمشر لیدلو ته ورغلو. کاکا خبر نه و چې دلته زموږ مشران زموږ د وینو تږي دي. خیر، بیا هم ښه و، کرزی چې خبر شو، له عیدګل کاکا سره یې په لنډ وخت کې ملاقت وکړ.

ولسمشر ته عیدګل کاکا خپله قیصه بیان کړه. د ولسمشر له سترګو اوښکې راتوی شوې او زیاته یې کړه: دا هر څه قصدا نه دي شوي، له تاسو خارجیان بخښنه غواړي، هغوی وايي چې موږ ته چا غلط راپور راکړی و!

کرزي زیاته کړه: اوس چې هر څه شوي بیرته نه راګرځي، خو زه دومره کولای شم چې تاته په کابل کې يو کور درکړم، او د نوي ژوند تیاری هم زه درته کوم، په زوی به دې تعلیم هم زه کوم، اوس دا یو لک افغانۍ درواخله میاشت پس به درته نور ټول بندوبست ما کړی وي، کابل ته راځه.

میاشت نه وه عیدګل کاکا کلونه انتظار وکړ، خو نه يې بیا د حامد کرزي مخ ولید او نه کرزي هغه کړې وعدې ورسره سر ته ورسولې.

عیدګل کاکا ته په وطن کې ژوند سخت شو، کلي کې يې دردونو د اوسېدلو اجازه نه ورکوله، نېغ یې د پاکستان په طرف مخه کړه. اوس د چکوال په کوڅو کې په بایسکل باندې رختونه خرڅوي، او زوی عتیق الله یې په وطن کې د طالبانو په لیکو کې پیاوړی قومندان دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close