د اکتوبر ۷مه د امریکا لپاره تر ویتنام بدتره ناکامه تجربه

آصف الله آصفی

استعماري هیوادونه چې کله هم وغواړي کوم هیواد خپله مستعمره وګرځوي نو په هغه هیواد کې موجود غښتلی حکومت په یوه او بله بهانه راوپرځوی او پر ځای یې داسې لاسپوڅي حکومت ته واګي په لاس کې ورکړي چې هغه ۱۰۰٪ د استعمار غلام وي، یواځې صورت یې د هغه هیواد د تبعه څخه وي خو په استعمار يې ایمان راوړي وی، او هیڅ ډول خپلواکي نه لري نه خپلواکي غواړي او نه یې خوښوي، او نه هم استعماري هیواد غواړي چې واک او استقلالیت ورکړي دا د دې لپاره چې مبادا کله د استعمارګر هیواد پر وړاندې ونه دریږي.

په دوهم ګام کې د غلام حکومت له ځای پر ځای کولو وروسته داسې نظامي او فوځې بنسټ رامینځته کوي چې هغه یواځې اجیران وي، د هغوی اعاشه او اباته، وسله او قومانده استعماري هیواد ورکوي او داسې یې ساتې چې هغه د خلکو په اصطلاح نه مري او نه رغیږي، دا د دې لپاره چې مبادا کله د استعمارګرو ځواکونو پر خلاف پاڅون، سرغړونه او مخالفت ونکړای شي.

په دریم ګام کې استعمارګر هیواد غواړي چې د مستعمره هیواد تعلیم په تدریجي توګه کمزوری کړی، څو د تعلیمي ماشین نه داسې څوک زیږون ونکړې چې د استعمارګر هیواد پر خلاف آواز پورته کړای شي، او نه هم وکولای شي چې خپلو خلکو او هیوادوالو ته د استعمارګرو په خلاف ذهنیت ورکړای شي او نه یې په خلاف چاته قناعت ورکړای شي.

امریکا په ویتنام کې د استعماري یرغل پر مهال همدغه یادې درې نسخې په کار واچولې، خو دا چې د ویتنام خلکو په خټه کې استقلالیت موجود و، پوهان خلک یې ډیر درلودل، نظامي قومت یې اجیر نه و، نو د امریکا پر خلاف تر هغې وجنګیدل چې له بی سارې سرښندونو وروسته یې امریکا په ګونډو کړه او په خپل مستقل ذهن، فوځ او پوهې له لارې یې وکولای شول خپل هیواد او هیودوالو ته یو ځل بیا د استقلالیت آزاد او خوږ ژوند وروبخښي.

نو ګورو چې امریکا عین درې نسخې په افغانستان کې په کار اچولي، بې واکه حکومت یې د قدرت په ګدۍ کینولی، که ورته وایی ودریږه، دریږي، که ورته ووایی چې کینه کیني، او که ورته ووایی چې څمله څملي.

همدغه راز ۱۰۰٪ کې یې اجیره اردو رامینځته کړې، طالب، ملا او نور خو پریږده که ورته ووایی چې خپل پلار دې ووژنه هم یې وژني.

په دریم ګام کې امریکا د افغانستان د معارف لپاره په خپلو پیسو کتابونه چاپ کړی او د خپلې خوښی نصاب یې پکې عیار کړی، چې ډیر کمزوری دی، نن سبا که د دولسم ټولګي نه فارغ څه چې آن د پوهنتون نه د فارغ  کس املاء او انشاء وګورئ نو فکر به ونکړئ چې دا له پوهنتون نه فارغ دی.

څلورم قدم کې امریکا په افغانستان پوهان او کدرونه په یوه او بله بهانه یو په بل پسې یا ترور کوي، یا یې نیسي بندي کوي او یا یې وژني، څو په افغانستان کې د هغو پوهانو چې د استقلالیت او خپلواکۍ ذهنیت لري د افغانستان خاوره ترې خالي کړي او په افغانستان کې د دغه ډول شخصیاتو کچه راکمه کړي څو دغه پوهان ونشي کولای خلک د استعمار پر خلاف راپورته کولو ته تشویق کړي.

د امریکا د ټولو مجربو نسخو سره سره د افغانستان ملت د حال په ژبه امریکا ته خبرداری ورکوي چې دغه نسخې په دغه اتل ملت کې پوره ناکامي دي، او ډیر زر به خپل انجام د ویتنام نه ډیر بدتر وویني، او هغه ورځې اوس ډیرې رانږدې شوي دي. او دلیل یې د امریکا لخوا د سولې هغه غالمغال او چیغې او سوري نارې دي چې ټوله نړۍ یې په سر اخیستې ده.

امریکا دې دا ومني چې د اکتوبر د ۷مې یرغل به یې د داسې شرمیدلې ناکامۍ لامل وګرځي چې د ویتنام ماتې ریکارډ به یې مات کړي، ځکه چې ویتنام یواځې د یوه ښکیلاکګر د ماتولو مجربه نسخه لرله خو د افغانستان اتل هیواد د ۳ سفاکو ابرقدرتونو، چنګیز، انګریز او شوروي اتحاد له شرمه ډکو مجربې نسخې او تجربې له ځانه سره لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close