د اکوادور د پوځي الوتکې د غورځېدو له کبله ۲۲ پوځيان وژل شوي

کابل ټکی کام ۲۶کب/۱۳۹۴، سمسور ګیلاني
نړیوالو خبري رسنیو خبر ور کړی دی، چې د سویلي امریکا هېوادونو په قطار کې د اکوادور هېواد یوه پوځي الوتکه په یوه غرنۍ سیمه کې غورځېدلې ده، چې پکې سپاره ټول ۲۲ تنه پوځيان وژل شوي دي.
د اکوادور پوځ هم د خپلې الوتکې غورځېدنه تأیید کړې ده، او ویلي یې دي، چې په دغه الوتکه کې ۲ تنه پیلوټان، ۱ تخنیکګر او ۱۹ تنه نور پوځيان شامل وو.
د اکوادور د ولسمشر رافیل کوربیا د ټولنیزې میډيا د ټوېټر له لارې هم د یاد خبر پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، چې په دغه الوتکه کې ۲۲ پوځيان وژل شوي دي.
د دغه هېواد امنیتي سرچینو له قوله چې یاده الوتکه د تعلیم پر مهال غورځېدلې ده.
سي ان ان خبري اژانس د یادې الوتکې د غورځېدو ځای د یاد هېواد د مشرقي ایالت پستازې د امازون ځنګل یاد کړی دی.
یو شمېر خبري رسنیو ویلي دي، چې د الوتکې د سقوط څخه څو شېبې وړاندې پیلوټ د هوايي ډګر سره اړیکه ټينګه کړې وه، او د هوا د خراب حالت څخه یې ورته شکایت کړی وو، او د بېړنۍ ناستې غوښتنه یې کړې وه، چې د اړیکې له څو شېبو وروسته له پیلوټ سره اړیکه پرې شوه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close