د ایتلاف پلويانو په مشروط ډول د ټاکنو په اړه اعتراضونه پای ته ورسول

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲)

د “لوی ملي ایتلاف” په نوم د سياسي ګوندونو پلويانو له تيرې شاوخوا يوې نيمې اوونۍ راهيسې په يو شمير ولايتونو کې د ټاکنو په اعتراضونه لرل او د ټاکنو کمېسيون ځينې ولايتي دفترونه يې تړلي و.

تازه ويل کېږي، چې د ايتلاف پلويانو خپل اعتراضونه په مشروط ډول پای ته رسولي او د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفترونو دروازې بيرته پرانيستل شوي دي.

د يادو ګوندونو پلويانو په هرات، کندهار او ننګرهار ولايتونو کې د ټاکنو ولايتي دفترونه تړلي و او د نورو ولايتي دفترونو د تړلو ګواښونه يې کول.

خو د دغه ايتلاف پلويان وايي، چې نن يې په دې شرط دفترونه پرانيستل او خپلې اعتراضيه خيمې يې ټولې کړې چې راتلونکې ټاکنې به په بايوميټريک سستم ترسره او د ګوندونو تر څارنې لاندې کېږي.

د بايو ميټريک په سستم رایه ورکول او د ټاکنو له بهير څخه د سياسي ګوندونو څارنه د ايتلاف اساسي غوښتنې دي.

د دغه ګوندونو پلويان ګواښ کوي که ټاکنو کې د دوی غوښتنې ونه منل شي نو يوځل بيا به په مدني حرکتونو پيل وکړي.

د تيرې جمعې په ورځ د ګډ حکومت اجرائيه مشر د سياسي ګوندونو غوښتنو ته په پام سره وويل، چې راتلونکو ټاکنو کې به د بايومټريک سستم څخه کار اخيستل کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close