د ایران او افغانستان له لوري د چابهار بندر کار پيليږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه۱۴سلواغه ۱۳۹۴ل) هاشمي عبدالله
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د هندوستان په راجستان ایالت کې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سره لیدنه وکړه.
دواړو غاړو د بندر د موضوع په اړه خبرې اترې وکړې، او دې موافقې ته سره ورسېدل چې په بندر دې کار ژر تر ژره پيل شي.
د هندوستان راجستان ایالت په چېپور ښار کې د ترهرګرۍ د روانې غونډې په جریان کې عبدالله او رحیم پور د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د سیمې د وروستیو بدلونونو او یو لړ نورو مسائلو په هکله د نظر تبادله وکړه.
په دې لیدنه کې افغانستان او ایران موافقه وکړه چې ژر تر ژره به د چاربهار بندر جوړونې کار پیل شي.
د یادولو ده چې د چابهار بندر د جوړونې لګښت هندوستان په غاړه اخیستی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close