د ایران او عراق پولې ته څېرمه زلزلې مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۴)

د ایران او عراق پولې ته څېرمه سختې زلزلې دوه تنه وژلي او له دوه نيم سوو زياتو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د امريکا د زلزلې پېژندنې ادارې  د دغه زلزلې شدت د ريښتر په کچه شپږ اعشاريه يو درجې ښودلی او مرکز يې د ایران پوله د کرمانشاه د شمال لوېديځ په اته اتيا کيلو مترۍ کې دی.

د معلوماتو تر مخه، د زلزلې ټکانونه د کرمانشا او د عراق په سلمانيه سيمو کې احساس شوي چې خلکو ته يې مالي زيانونه هم اړولي دي.

ایراني چارواکي وايي، زلزله د یکشنبې په شپه په ۲ او ۴۵دقیقې وشوه، ۵ نور ټکانونه احساس شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close