د ایران ولسمشر حسن روحاني پاکستان ته رسېدلی

کابل ټکی کام ۰۶حمل/۱۳۹۵، هلال خاورې
د ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د یوه لوړپوړي پلاوي سره نن پاکستان ته رسېدلی دی.
د ډاکټر حسن روحاني دغه سفر د پاکستان د لومړي وزیر اعظم نواز شریف په بلنه شوی دی.
د ده له رسېدو سره سم د ده د هرکلي او استقبال لپاره نور خان نومي هوايي ډګر ته د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف او نور وزیران رسېدلي وو.
دواړه ولسمشران به د دواړو هېوادونو په د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، له ایران څخه د بندیزونو د پورته کېدو، د اقتصادي رابطو پر نویو لارو او په یو لړ سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو به خبرې اترې کوي.
ویل کیږي، چې پاکستان ته د ولسمشر حسن روحاني دغه لومړی سفر دی.
د یادولو ده، چې د پېښور یو شمېر کارپوهان اسلام اباد ته د ولسمشر حسن روحاني دغه سفر مهم بولي، او وایي، چې دا به د دواړو هېوادونو تر منځ د کړکېچونو په ختمېدلو تمام شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close