د ایران ولسمشر روحاني د پاپ ملاقات ته واټيکان ته تللی دی

کابل ټکی کام (سه شنبه ۰۶ سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
د ایران ولسمشر حسن روحاني د کاتولیکانو د مشر (پاپ فرانسیس) ليدلو لپاره واټيکان ته سفر کړی دی.
دغه سفر وروسته له هغه ترسره کیږي چې د ایران ولسمشر روحاني ايټالیا ته تللی وو، او هلته یې د ايټالیا د لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته کړي دي.
واټيکان هغه یوازينۍ هېواد دی چې د اېټالیا هېواد په زړه کې پروت دی، خو چارې یې د ايټالیا هېواد پورې نه دي تړلي.
ټاکل شوې ده چې نن ناوخته به روحاني د فرانسې هېواد ته پدې موخه سفر وکړي چې د یاد هېواد له لوړپوړو چارواکو سره په موضوعاتو خبرې وکړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close