د ایمان مسائل (۴۴مه برخه) – آيا په قبر کې د سوال او ځواب په وخت کې روح واپس راځي؟-

آيا په قبر کې د سوال او ځواب په وخت کې روح واپس راځي

پوښتنه : هر کله چې يو کس وفات شي نو د هغه روح پرواز وکړي، د جنازه له لمانځه وروسته کوم وخت چې هغه په قبر کې دفن کړى شي نو آيا په دې وخت کې روح دوباره واپس بيرته راځي؟.

ځواب : په قبر کې له جسم سره د روح يو خاص تعلق قايم دى، د کوم د کيفيت ادراک چې مونږ ته نشي کيدلاى، د کوم له امله چې په مړي کې حس او شعور پيدا کيدلاى شي ([1]).

په قيامت کې له ځناورانو سره حساب

پوښتنه : که چيرته يوه ښکر لرونکې اوزه بله بې ښکرونو اوزه ووهي او مړه يې کړي، نو په قيامت کې به هغې ته الله تعالى ښکر ورکوي او خپل وار به اخلي، مقررين او وعظ کونکي همداسې بيان کوي، نو آيا دغه مخلوق هم په حساب باندې مکلف دى، د عذاب او ثواب مستحق دي؟.

ځواب : هو ! همدا خبره صحي دى، په ترمذي شريف کې هم راغلې دى ([2]).

د روح په وتلو کې انسان ته څومره تکليف وي

پوښتنه : مرګ د هر چا لپاره حق دى، مګر د روح په وتلو کې چې کوم تکليف وي نو دا ښه انسان لره هم وي او بد لره هم وي، د دواړو د روح په وتلو کې څه ډول تکليف وي؟.

ځواب : مړ کيدونکى کس که چيرته نيک وي نو د هغه د روح وتلو ته تکليف نه وي، بد کس لره د روح وتلو ته تکليف وي، الله تعالى دې مونږ د مرګ له سختيو څخه وساتي ([3]).

په قبر کې جسم او روح دواړو لره عذاب وي

پوښتنه : په قبر کې يوازې جسم لره عذاب وي او که روح لره هم وي؟.

ځواب : په قبر کې عذاب روح او جسم دواړو لره وي، روح ته بلا واسطه او بدن ته په واسطه د روح سره ([4]).

د سزا او جزاء مقام

پوښتنه : د جزاء په ورځ چې کله جزاء ورکول کيږي نو په کوم ځاى کې به وي؟ مثلاً په خانه کعبه مدينه منوره شام او که په بل کوم ځاى کې به وي؟.

ځواب : سزا او جزاء به په جنت کې وي، او د حشر ميدان به د شام په زمکه کې وي ([5]).

څوک چې هره ورځ سورة ملک لولي له هغه څخه په قبر کې پوښتنه نشته

پوښتنه : که يو کس هره ورځ په شپه کې سورة ملک لولي، آيا په قبر کې به له هغه څخه نکير منکر پوښتنه نه کوي؟.

ځواب : کوم کس چې هره ورځ سورة ملک لولي انشاء الله تعالى د قبر له پوښتنو څخه به محفوظ اوسي ([6]).

د ژونديو د ژړا له امله مړي ته تکليف

پوښتنه : مړيو ته د ژونديو د ژړا له امله کوم کوم تکليفونه رسيږي؟.

ځواب : په کوم حديث کې چې راغلي چې د مړي د خپلو خپلوانو د ژړا له امله مړي ته تکليف رسيږي، د هغه مطلب دا دى چې دا په هغه وخت کې کله چې مړي د نوحه کولو وصيت کړى وي، يا په نو حه کولو باندې رضا وو، يا دا چې د خپل د کور حال هم ورته معلوم وه چې هغوى نوحه کوي او بيا يې هم هغوى منع کړي نه وه، لنډه دا چې علماؤ د دې مطلب همداسې بيان کړى، د زړه غمجنيدل او له سترګو څخه د اوښکو تويول شرعاً ممنوع نه دي، بلکې روا دي، او په دې سره مړي ته هم کوم عذاب (تکليف) نه رسيږي ([7]).

له مرګ وروسته د روح مقام

پوښتنه : په انسان کې يو روح دى او که دوه؟ او له مرګ وروسته کومو کومو ځايونو ته ځي او د هغو نومونه څه دي؟.

ځواب : په انسان کې درى ډوله روح دى، لومړى روح هوائي، چې روح طبعي، بدن هوائي هم ورته ويل کيږي، دويم نفس ناطقه، دريم روح ملکوت.

له مرګ وروسته د نيکانو روحونه عليين ته، د بد بختانو روحونه سجين ته ځي ([8]).

معصومو ته د سکرات تکليف

پوښتنه : کوچنيانو ته چې کوم د سکرات تکليف وي دا ولې وي؟ سره له دې چې هغوى خو معصوم دي؟.

ځواب : انبياء کرامو علیهم السلام ته چې کوم تکليف وو هغه له څه وجهې وو، سره له دې چې هغوى هم معصوم وو؟ په عوامو کې دا مشهوره ده چې د چا د سکرات تکليف زيات وي هغه ډير ګنهګار وي، او د چا چې روح په آسانى سره ووځي نو د هغه په ذمه ګناه نه وي، مګر دا ګمان کليةً صحي نه دى، حضرت عا‌ئشة رضی الله عنها فرمايي چې ما لومړی د مرګ په آساني باندې ډير اميد کړى وه، مګر کله مې چې د رسول اللهصلی الله علیه وسلم د تکليف سختوالى وليد بيا مې اميد نه دى کړى ([9]).

آيا روحونه د پنجشنبه په ورځ راځي

پوښتنه : آوريدل کيږي چې هره پنجشنبه روحونه د هر کور دروازو ته راځي، آيا دا صحي دى؟ او آيا د پنجشنبه په شپه د هغو لپاره دعا کيدلاى شي؟.

ځواب : د پنجشنبه په ورځ کورونو ته د روحونو راتګ په هيڅ کوم صحيح حديث باندې ثابت نه دي، او نه د دې خبرې کوم شرعي ثبوت شته دى، پاتې شوه دعا، استغفار او ايصال ثواب دا هر وخت کيدلاى شي، د دې لپاره د پنجشنبه شپه غوره کول بې معنى دي ([10]).

آيا د جمعې په ورځ له وفات شوي څخه په قبر کې سوال نه کيږي

پوښتنه : کوم کس چې د جمعة المبارک په ورځ وفات شي، يا په رمضان شريف کې وفات شي، الله تعالى هغوى ته بخښنه کوي له حساب پرته، يو شمير خلک وايي چې حساب ضرور شته دى، پوښتنه دا ده چې د قرآن او سنت په رڼا کې د دې خبرې وضاحت که راته وکړى شي؟.

ځواب : حافظ سيوطي رحمه الله  په شرح الصدور کې او ابو القاسم سعدي رحمه الله  د کتاب الروح په حواله سره نقل کړي دي چې د جمعې په ورځ يا په شپه کې له وفات شوي څخه به په قبر کې سوال نه کيږي، او علامه شامي رحمه الله  يو مرسل روايت نقل کړى دى چې د جمعې په ورځ وفات شوي ته د شهيد ثواب ملاويږي ([11]).

يوه پوښتنه او د هغې ځواب

پوښتنه : که چيرته يو کس د جمعې په ورځ مړ شي، نو له هغه څخه به په قبر کې سوال ځواب کيږي او که نه؟.

ځواب : انشاء الله تعالى له هغه څخه به په قبر کې سوال نه کيږي ([12]).

آيا له مړينې وروسته روح تر څلويښتو ورځو پورې کور ته راځي

پوښتنه : آيا تر څلويښتو ورځو پورې له مړينې وروسته روح کور ته راځي؟.

ځواب : کور ته د روح راتګ غلط دي ([13]).

له مرګ وروسته له قبر سره د روح تعلق

پوښتنه : له مرګ وروسته له قبر سره د روح تعلق تر څه وخته پورې وي؟.

ځواب : نفس تعلق له قبر سره تر بعثت پورې وي، او په ځينو وختونو کې دا تعلق قوي کيدلاى شي ([14]).

له مړينې وروسته روح چيرته ځي

پوښتنه : له مړينې وروسته له بدن څخه چې روح ووځي نو چيرته ځي؟.

ځواب : په دغه مسئله کې روايتونه هم مختلف دي او اقوال هم مختلف دي، اظهره دا ده چې نيک روحونه په عليين کې او بد روحونه په سجين کې اوسيږي، او د هغو له بدن سره په قبر کې يو ډول تعلق هم شته دى، په کوم سره چې د قبر د عذاب يا د ثواب احساس ورته کيدلاى شي ([15]).

له دفن کيدو وروسته روح خپل وخت چيرته تيروي

پوښتنه : له دفن کيدو وروسته روح خپل وخت په آسمان کې تيروي که په قبر کې او که په دواړو ځايونو کې؟.

ځواب : په دې باره کې روايتونه هم مختلف دي او د علماؤ اقوال هم مختلف دي، مګر د ټولو نصوصو له جمع کولو څخه چې کومه خبر معلوميږي هغه دا ده چې د نيکو روحونو اصلي مقام عليين دى، مګر د هغو درجات هم مختلف دي، او د بدو روحونو اصلي مقام سجين دى، او د هر روح يو خاص تعلق له هغه جسم سره وي، برابره ده که جسم په قبر کې دفن شوى وي، که په درياب کې غرق شوى وي، او که د کوم درنده په خيټه کې وي، لنډه دا د بدن اجزاء چې چيرته هم وي نو د روح يو خاص تعلق ور سره وي، او د همدغه خاص تعلق نوم برزخي ژوند دى، لکه څرنګه چې د لمر په رڼا د زمکې هره ذره رڼا وي، همدا رنګه د روح په تعلق سره د بدن هره ذره په ژوند سره منوره وي، سره له دې چې د برزخي ژوند حقيقت معلومول په دې دنيا ممکن نه دي ([16]).

([1]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٢٢، بحواله : شرح فقه اکبر، ص : ١٢١ – ١٢٢.

([2]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٧٣، بحواله : جامع الترمذي، ابواب صفة القيامة، باب ما جاء في شان الحساب والقصاص، ج : ٢، ص : ٦٧، ومشکوة المصابيح، کتاب الآداب، باب الظلم، الفصل الاول، ص : ٤٣٥، الهامش علي جامع الترمذي، ابواب صفة القيامة، باب ما جاء في شان الحساب والقصاص، ج : ٢، ص : ٦٧، شرح النووي علي صحيح مسلم، کتاب البر والصلة والآداب، باب تحريم الظلم، ج : ٢، ص : ٣٢٠، وکذا في المرقاة، کتاب الآداب، باب الظلم، ج : ٨، ص : ٨٥٢.

([3]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٦٥، بحواله : مشکوة، ص : ١٤٠، التذکرة للقرطبي، ص : ١٩، باب المؤمن يموت بعرق الجبين، التذکرة للقرطبي، ص : ١٩، باب منه في خروج نفس المؤمن والکافر، شرح الصدور، ص : ٢٨، باب دنا اجله وکيفية الموت وشدته.

([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٢٣، بحواله : کتاب الروح، ص : ٧٢.

([5]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٧٦، بحواله : تفسير ابن کثير، (الحشر ٢) ج : ٤، ص : ٤٢٥، التذکرة للقرطبي، باب الحشر، ومعناه : الجمع، ص : ٢٢٥، وکذا في روح المعاني، (الحشر ٢) : ٢٨ / ٤٠.

([6]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٣٠، بحواله : تفسير ابن کثير، الملک : ٤ / ٥٠٨، کذا في روح المعاني، الملک : ٢٩ / ٢، ٣، وکذا في کتاب الروح، الاسباب المنجية من عذاب القبر، ص : ١٠٥.

([7]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٥٠، بحواله : جامع الترمذي، ابواب الجنائز، باب ما جاء في الرخصة في البکاء علي الميت، ج : ١، ص : ١٩٦، مرقاة المفاتيح، کتاب الجنائز، باب البکاء علي الميت، ج : ٤، ص : ٢٠٥.

([8]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٠١، بحواله : الطاف القدس في معرفة لطائف النفس، ص : ٢٤ – ٢٨، کتاب الروح، المسئالة الخامسة عشرة : اين مستقر الارواح مابين الموت الي يوم القيامة، ص : ١٢١.

([9]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٥٣، بحواله : مشکوة المصابيح، کتاب الجنائز، باب عيادة المريض وثواب المرض، ج : ١، ص : ١٣٦.

([10]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٣٠، بحواله : البحرالرائق، ج : ٥، ص : ١٣٤، باب احکام المرتدين.

([11]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٢٤، بحواله : شرح الصدور، ص : ١٤٦ – ١٤٩، باب من لايسئل في القبر، شامي، ج : ٢، ص : ٢٥٢.

([12]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٣٢، بحواله : مسند الامام احمد، احاديث عبد الله بن عمرو، رقم الحديث : ٦٦٠٨، ج : ٢، ص : ٣٦٩، جامع الترمذي، کتاب الجنائز، باب ما جاء فيمن مات يوم الجمعة، ج : ١، ص : ٢٠٥، وکذا في کتاب الروح لابن قيم الجوزية، المسـالة العاشرة : الاسباب المنجية من عذاب القبر، ص : ١٠٤ – ١٠٦، وکذا في شرح الصدور للسيوطي رحمه الله ، باب ما ينجي من عذاب القبر، ص : ١٨٢.

([13]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٣٠، بحواله : البحر الرائق، ج : ٥، ص : ١٣٤.

([14]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٠٢، بحواله : شرح الصدور، باب مقر الارواح، ص : ٢٣٩.

([15]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٣١، بحواله : شرح الصدور، ص : ٢٣٠ تا ٢٦١، باب مقر الارواح، شرح عقيدة الطحاوي، ص : ٤٥٤، تفسير مظهري، ج : ١٠، ص : ٢٢٥، شرح الصدور، ص : ٢٤٣، باب مقر الارواح.

([16]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٢٨، بحواله : تسير قرطبي، ج : ١٩، ص : ٢٦٢، تفسير قرطبي، ج : ١٩، ص : ٢٥٧، کتاب الروح، ص : ١٠٠ – ١٠١، المسئلة السابعة، شرح الصدور، ص : ٣٦٣، ذکر مقر الارواح، شرح فقه اکبر، ص : ١٢٢.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close