د ایمان مسائل (۴۵مه برخه) – مختلف عقیدوی معلومات –

پوښتنه : صحابي چا ته وايي؟

ځواب : صحابي هغه چا ته ويل کيږي چې د ايمان په حالت کې يې رسول اللهصلی الله علیه وسلم ليدلی وي، يا د هغه په خدمت کې حاضر شوی وي او د همدغه ايمان په حالت کې مړ شوی هم وي ([1]).

حضرت آدم علیه السلام چيرته دفن (خښ) شوى

پوښتنه : د حضرت آدم علیه السلام قبر په کوم ځاى کې دى؟.

ځواب : ابن جرير طبري د خپل تاريخ د لومړي ټوک په ١٠٨ مخ کې نقل کړي چې : ما د حضرت آدم علیه السلام د قبر په باره کې مختلف قولونه نقل کړي، په هغو کې يو قول دا دى چې د حضرت آدم علیه السلام قبر په مکه مکرمه کې په غار ابي قبيس کې دى ([2]).

پيريان عالم الغيب نه دي

پوښتنه : په يو شمير هلکانو باندې د پيريانو اثر وي، داسې هلکان د پخوانيو او راتلونکو حالاتو خبرې کوي، ورک شيان هم په ګوته کوي، او د هر کس پوښتنو ته ځواب هم ورکوي، نو د دې حکم څه دى؟ آيا په رښتيا جنات (پيريان) د غيب په خبرو باندې پوهيږي؟ او که دا بله کومه معامله دى؟.

ځواب : جنات (پيريان) عالم الغيب نه دي، البته د تيز تګ له امله ډير ژر خبر ورکولاى شي، او په هغوى کې د دروغو ويل ډير زيات دي، لهذا د هغوى د خبرو تصديق کول او د هغوى په رښتونولي باندې يقين کول له شريعت او عقل دواړو څخه مخالف او حرام دي ([3]).

آيا په دنيا کې د جرم په سزا سره د اخيرت سزا معاف کيدلاى شي

پوښتنه : که چيرته کوم ملزم يا مجرم په خپل جرم باندې اقرار وکړي او د هغه په نتيجه کې هغه ته د همدغه جرم سزا ورکړى شي، نو آيا په داسې صورت کې همدغه مجرم د خپل دغه جرم کفاره اداء کړه او که نه؟ ځکه چې د اقرار په نتيجه کې هغه ته سزا ورکړى شوه؟ همدا رنګه آيا د محشر په ورځ به همداسې کس د خپل جرم له سزا څخه بري الذمه وي او که نه؟.

ځواب : که چيرته يې توبه ويستلې وي نو د آخيرت سزا معاف کيدلاى شي، او که نه وي بيا نشي معاف کيدلاى ([4]).

صحابه کرام رضی الله عنهم څومره دي

پوښتنه : صحابه کرام رضی الله عنهم  څومره دي؟

ځواب : دا د زرګونو په شمير کې دي، کوم چې د حضورصلی الله علیه وسلم په خدمت کې حاضر شوي، مسلمان شوي او په اسلام کې وفات شوي ([5]).

تعويذات، کوډې، پيريان په انسان باندې کيناستل حقيقت دى

پوښتنه : په شريعت کې د تعويذاتو او د کوډو کوم حقيقت شته دى او که نه؟ همدا رنګه په انسان باندې د پيريانو کيناستل او انسان ته تکليف رسول تر کومه حده پورې صحي دي؟.

ځواب : دا شيان حقيقت دي، د هغو تاثير ثابت دى، او د دفع لپاره يې معوذتين او د سورة البقرة اخيرني دوه آيتونه ګټور دي، په قرآن، حديث او مشاهده سره ثابت دي چې په انسان باندې کيناستلاى شي او هغه ته تکليف ورکولاى شي ([6]).

له کور څخه د اسلام قبلولو په نيت که پر لاره مړ شي حکم يې څه دى

پوښتنه : که يو کس له کور څخه ووتلو، په دې ګمان چې کوم ديني عالم ته ورشي او اسلام قبول کړي، په زړه سره يې اسلام قبول کړى دى، مګر په ژبه يې اقرار نه دى کړى او پر لاره مرګ ورته راغى، نو د داسې کس متعلق حکم څه دى؟ مسلمان دى که کافر؟.

ځواب : د دنيوي احکامو د جاري کيدو لپاره اقرار شرط دى، که چيرته يې د کوم کس په وړاندې د اسلام اقرار نه وي کړى نو په دنيوي احکامو کې هغه مسلمان نه ګڼل کيږي، او که چيرته يې د کوم کس په وړاندې د اسلام اقرار کړى وه نو په هغه باندې بيا د مسلمان احکام جاري کيږي ([7]).

آيا صحابه کرامو رضی الله عنهم ته د ننى دنيا رنګينوالى معلوم وو

پوښتنه : نن صبا دنيا ډيره رنګينه دى، آيا صحابه کرامو رضی الله عنهم ته دا علم وه چې په يوه زمانه کې به دنيا دومره رنګينه کيږي؟ او په خلکو کې به دينداري کميږي او دنيا به په هغو باندې غالبيږي؟.

ځواب : هو ! رسول اللهصلی الله علیه وسلم هغوى له دې څخه خبر کړي وه، لکه په احاديثو کې چې د دې مفصل ذکر موجود دى ([8]).

د مسلمان د ځان بچ کيدو لپاره د غير مسلم وينه ورکول

پوښتنه : د يوه مسلمان د ځان بچ کيدو لپاره هغه ته د کوم غير مسلم وينه ورکول روا دي او که نه؟.

ځواب : روا دي ([9]).

جنت پيدا شوى دى او که نه

پوښتنه : د داسې کس متعلق کوم چې وايي جنت نه دى پيدا شوى، د قيامت په ورځ به پيدا کيږي، بيا د معراج واقعه، بيا د حضرت آدم علیه السلام جنت ته دننه راتګ څرنګه صحي دى؟ او دغه کس داسې وايي چې جنت په معنى د باغ سره دى او د حضرت آدم راتګ باغ ته شوى، لهذا د داسې کس متعلق د شريعت حکم څه دى؟.

ځواب : د داسې کس دا ګمان صحي نه دى، همداسې کس ته د خپل دغه ګمان اصلاح کول ضروري دي، ځکه چې همدا ډول ګمان د زياتره معتزله ؤ دى، کوم چې د اهل السنت والجماعت په نزد غلط دى، د شرح عقائد نسفي په ٨٠ مخ کې راغلي )والجنة حق والنار حق، وهما مخلوقتان موجودتان، وزعم اکثر المعتزلة انهما انما تخلقان يوم الجزاء آه( ([10]).

([1]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٨.

([2]) خير الفتاوى، ١ : ٤٥٨، بحواله : تاريخ جرير طبري، ج : ١، ص : ١٠٨.

([3]) فتاوى فريديه، ١ : ٤٤٤، بحواله : ردالمحتار هامش الدرالمختار، ج : ٣، ص : ٣٢٥، مطلب في دعوى علم الغيب، التتارخانية، موضوع علي هامش الهندية، ج : ٣، ص : ٥٧٦، باب ما يکون کفرا من المسلم وما لايکون، مشکوة شريف، ج : ٢، ص : ٣٩٣، باب الکهانة، الفصل الاول.

([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ٤٧٦، بحواله : سورة الزمر، آية : ٥٣، ردالمحتار، ج : ٢، ص : ٥٤٤، باب الجنايات، ردالمحتار، ج : ٤، ص : ٤.

([5]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ١٨.

([6]) فتاوى فريديه، ١ : ٤٤٥، بحواله : مشکوة المصابيح، ج : ١، ص : ١٨٨، کتاب فضائل القرآن، مشکوة المصابيح، ج : ١، ص : ١٨، باب في الوسوسة.

([7]) شرح عقائد نسفي، ص : ١٢١.

([8]) آپکى مسايل اور انکا حل، ١ : ٤٠٨، بحواله : صحيح البخاري، ج : ٢، ص : ٩٥١، باب مايحذر من زهرة الدنيا والتنافس فيها.

([9]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٢ : ١٣٨، بحواله : ردالمحتار علي الدرالمختار، ج : ٦، ص : ٣٨٩.

([10]) فتاوى محموديه، ١ : ٦٧٨، بحواله : شرح العقائد النسفية للتفتازاني، ص : ٨٠ – ٨١، شرح المقاصد، المقصد السادس في السمعيات، فصل في المعاد، ٣ / ٣٥٨، شرح العقيدة الطحاوي لابن ابي العز، ص : ٤٢٠.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close